مزارشريف (پژواک ٧ لړم ٩١): په بلخ ولايت كې له تېرو څو كلونو راهيسې د اوبو د كمښت له امله نږدې ۶۰ سلنه كرنيزې ځمكې له کرلو پاتې شوې دي.
د دغه ولايت د كرنيزو چارو او د اوبو د سمبالښت چارواکي وايي، چې د بلخ ولايت كرنيزې ځمكې په يوه ثانيه كې ۴۰۰ متر مكعب اوبو ته اړتيا لري؛ خو په دغه ولايت كې روان سيند يوازې ۳۰ متر مكعب اوبه برابرولى شي.
خو د ځينو ولسواليو كروندګر بيا ګيله كوي، چې له سربندونه كليو ته د اوبو ايستل شوې ويالې په سمه توګه نه دې پخې شوې او له همدې امله اوبه په ناسمه توګه وېشل كېږي، چې زياته اندازه ځمكه له کرلو پاتې کېږي.
د بلخ د چمتال ولسوالۍ د نوښار كلي اوسېدونكي مېرزا علم پژواك خبري اژانس ته وويل، چې په دې ولسوالۍ كې د كرنيزو اوبو د كمښت ستونزه د اوبو د ناسم وېش له امله رامنځ ته شوې ده.
نوموړي زياته كړه: ((هغه ځمكې چې سربندونو ته نږدې دي، پوره اوبه و رسېږي، زموږ ځمكې چې لرې دي، نو په هر فصل كې مو له نيمايي څخه ډېره ځمكه له کرلو پاتې کېږي.))
د هغه په وينا، كه چېرې دولت په بلخ ولايت كې د كرنيزو اوبو د وېش لپاره سم سيسټم را منځ ته كړي، نو د هرې سيمې ځمكو ته به په خپله اندازه اوبه ورسېږي.
ځينې كروندګر وايي، چې د اوبو د كمښت له امله يې نه يواځې دا چې ډېرې ځمكې بې کښته پاتې كېږي، بلكې هغه فصل هم په كې نه شي كرلى، چې ډېر حاصل ورکوي.
د بلخ ولسوالۍ د چقيش كلي اوسېدونكي سيد عالم پژواك اژانس ته وويل، چې دوى د كرنيزو اوبو د كمښت له امله هغه كښتونه نه شي كرلى، چې حاصل يې ډېر کېږي.
نوموړي زياته كړه، دوى مجبور دي، چې هر كال يوازې جوار او غنم وكري، په داسې حال كې چې ځمكې يې د مالوچو او سبزۍ د كرلو وړتيا هم لري.
د هغه په وينا، له همدې امله يې له ځمكو هغه ډول عوايد نه شي ترلاسه كولى، چې د ژوند چارې يې پرې په سمه توګه سمبال كړي.
سيد عالم وويل، چې د اوبو د كمښت له امله نه يواځې، چې ښه كښت نه شي كرلى، بلكې په هر فصل كې يې ډېره اندازه ځمكه له کرولو پاتې كېږي.
نوموړي زياته كړه: ((زه ۴۰ جريبه ځمكه لرم، خو چې اوبه كمې دي؛ نو ډېر زور چې ووهم يواځې ۱۰ جريبه ځمكه كرلى شم پاتې ټوله بې کښته پاتې كېږي.))
د دغه ولايت سيمه ييز چارواكي هم د كرنيزو ځمكو د اوبو د كمښت د ستونزې پخلى كوي او له مركزي دولت يې د جدي څارنې غوښتنه كوي.
د بلخ ولسوالۍ ولسوال تيمور شاه فايز پژواك اژانس ته وويل، چې په دغه ولسوالۍ كې د كرنيزو اوبو د كمښت ستونزه په ناسم وېش پورې اړه لري.
نوموړي زياته كړه: ((له دې هېڅوك سترګې نه شي پټولى، چې په بلخ كې د تېرو څو كلونو په ترڅ كې ښه كار شوى؛ خو دا حقيقت به ووايم، چې د زراعتي اوبو ستونزه لا هم د تېرو كلونو په څېر پر ځاى پاتې ده.))
د هغه په وينا، ځاى ځاى سربندونه هم ښه جوړ شوي؛ خو بيا هم د غير عادلانه وېش له امله ډېرۍ ځمكو ته اوبه نه رسېږي او د دغه ولسوالۍ پر كرنه يې منفي اغېز كړى دى.
د بلخ ولسوال له لوړپوړو كرنيزو چارواكو څخه د يادې ستونزې د هوارۍ غوښتنه وكړه.
د بلخ ولايت د كرنيزو چارو مسوولين هم په دغه ولايت كې د كرنيزو اوبو د كمښت د ستونزې پخلى كوي او وايي، چې له امله يې هر كال ۶۰ سلنه كرنيزه ځمكه نه كرل كېږي.
د دغه ولايت د كرنې او مالدارۍ رييس كاتب شمس پژواك اژانس ته وويل، چې په دغه ولايت كې يو ميليون او ۳۶۰ زره جرېبه اوبي او ۷۵۰ زره جرېبه للمي ځمكه شته ده.
نوموړي زياته كړه: ((للمي ځمكه خو په ټوله کې په بارانونو پورې تړاو لري، كه چېرې كال باراني شي؛ نو وكرل شي او كنه پر ځاى پاتې وي؛ خو د اوبي ځمكې حال هم د للمي ځمكې په څېر دى.))
د هغه په وينا، په شته اوبي ځمكه كې هر كال نږدې ۶۰ سلنه ځمكه د اوبو د كمښت له امله نه كرل كېږي او پاتې ۴۰ سلنه هم بارانونو پورې تړاو لري.
شمس وويل، چې په هغه كال كې د اوبي ځمكو كښت تر ۴۰ سلنو پورې رسيږي، چې كال باراني وي.
خو د بلخ ولايت د اوبو د سمبالښت مسوولين وايي، چې په دغه ولايت كې په طبيعي توګه د اوبو د كمښت له امله د كرنيزو اوبو د كمـوالي ستونزه رامنځ ته شوې ده.
د اوبو د سمبالښت رييس انجنير عصمت الله پژواك اژانس ته وويل، چې په دغه ولايت كې روان د شولګر په نامه سيند، چې كرنيزې ځمكې اوبه كوي، د اوبو كچه يې ټيټه ده.
نوموړي زياته كړه، چې دغه سيند له بلخاب سيند څخه سرچينه اخلي، چې له بلخ ولايت څخه تېرېږي او په امو كې غورځي، چې په اوږدو كې د بلخ ولايت ځمكې خړوبوي.
انجنير عصمت وويل: ((د بلخ ځمكې په يوه ثانيه كې ۴۰۰ متر مكعب اوبو ته اړتيا لري؛ خو په دغه ولايت كې روان سيند په يوه ثانيه كې يوازې ۳۰ متر مكعب اوبه وركولى شي.))
نوموړي زياته كړه، په كومو كلونو كې چې وچكالي وي، نو بيا دغه سلنه ۱۷متر مكعب ته راټيټېږي، چې له امله يې د بلخ ولايت د شنډو ځمكو سلنه لا پسې زياتېږي.
د اوبو د سمبالښت رييس په بلخ ولايت كې د كرنيزو اوبو د ناسم وېش په اړه وويل، چې په هېڅ صورت په دغه ولايت كې د اوبو وېش په غير عادلانه توګه نه دى روان.
نوموړي زياته كړه: ((هغه ځمكې چې سربندونو ته نږدې دي ښكاره ده، چې اوبه پوره ورسېږي، نو كله چې ځمكه له سربند څخه لرې وي او اوبه په سربند كې كمې وي، نو څرنګه به يې ټولو ځمكو ته يو شان ورسولى شو.))
خو د كرنې رييس كاتب شمس د بلخ ولايت د اوبو د كمښت د ستونزې د سم هواري په موخه وړانديز كوي، چې له امو سيند څخه بايد ګټه واخيستل شي.
نوموړي زياته كړه، كه چېرې د اوبو د سمبالښت لوړپوړي چارواكي د بلخ ولايت تر څنګ له روان امو سيند څخه ګټه واخلي، نو لرې نه ده، چې يواځې د بلخ ولايت بلكې تر څنګ به يې ډېرى دښتې خړوبې شي.
د هغه په وينا، د پخواني ولسمشر محمد داود خان د دورې پر مهال د بلخ د كرنيزو اوبو د كمـښت د ستونزې د هواري په موخه له امو سيند څخه د اوبو د اخيستنې پلان جوړ شوى، چې بايد عملي شي.
د ده په خبره، د همدغه پلان له مخې كه چېرې د قل زال سيند، چې په خوش تېپه سيمه كې له امو سيند څخه سرچينه اخلي؛ مهار كړاى شي، نو نه يواځې د بلخ د كرنيزو اوبو شته ستونزه به هواره كړي، بلكې ډېرې دښتې به ورسره خړوبې شي.
نوموړي زياته كړه، چې د دغه پلان عملي كېدل يو څه وخت نيسي، كه عملي شي نو د بلخ ولايت دوه نيم ميليونه هيكتاره ځمكه به خړوب كړي.