Language

د کونړ ديني عالمانو  د سعودي د مفتي د څرګندونو  ملاتړ وکړ

اسعد اباد ( پژواک ٩ لړم ٩١): د کونړ ولايت ديني عالمانو د سعودي عربستان د لوى مفتي له هغو څرګندونو، چې ځانمرګي بريدونه يې حرام بللي، ملاتړ وکړ.

د سعودي عربستان لوی مفتي شيخ عبدالعزيز بن شيخ د تېرې پنجشنبې په ورځ د حج د مراسمو پر مهال د عرفې په ورځ د حج د خطبې پر مهال په خپله وينا کې د اسلام له پلوه ځانمرګي بريدونه حرام وبلل او دا يې نامشروع کار وباله.

هغه زياته کړې وه، کوم کسان چې ځانمرګي بريدونه کوي د خدای له خوا نه بښل کيږي او زياته يې کړه ، چې د اسلام او توندلارۍ ترمنځ هيڅ اړيکه نشته او اسلام د سولې او ورورولۍ دين دی.

د کونړ ولايت ګڼ شمېر ديني عالمان نن دلړم په ٩مه، د ولايت په مرکز اسعد اباد ښار کې د يوې غونډې په ترڅ کې د سعودي د لوى امام او مفتي شيخ عبدالعزيزي بن شيخ د يادو څرګندونو کلک ملاتړ وکړ.

 د مولوي سيد ولي الله په نامه يوه ديني عالم غونډې ته وويل، چې د جهاد له برکته د اسلام مبارک دين ساتل شوی او دا جهادنه دی چی په جوماتونو،جنازو او په هغو ګڼ مېشتو ځايونو کې ځانمرګي بريدونه وي ،چې پکې عام وګړي وژل کېږي.

 د هغه په وينا، د اسلام د مبارک دين له مخې، څوک چې يو بې ګناه وګړى وژني، لکه چې ټول انسانت يې وژلى وي.

 نوموړي د عرفې په ورځ د سعودي دمفتي څرګندونې پر ځاى وبللې او  د اسلام او مسلمانانو په ګټه يې وبللې.

 د مولوي محمدانور په نامه يوه بل ديني عالم هم ځان وژنه اودبل وژنه دواړه حرام وبلل .

د هغه په وينا، ځان وژونکی په دوو ګناهونوکې ګېروي، يو دا چې ځان وژني او بل دا چې بل مسلمان په ناحقه وژني.

 د کونړ قومي مشرانو يار ملاخان،فيض محمد، ډګروال شاه محمود د کونړ دديني عالمانو ددغه ډول څرګندونو ملاتړ وکړ.

 د کونړ د ولايتي شورا رييس حاجي مياحسن عادل د استاد سياف او د سعودي د لوی مفتي فتواګانې  ، چی ځان وژونکي يې دوزخيان بللي، پر ځاى وبللې .

 هغه دپاکستان ديوه سياسي ګوندد مشر عمران هغه څرګندونې رد کړې، چې په افغانستان ګې جهاد روا دى.

 د کونړ والي سيد فضل الله وحيدي د ديني عالمانو د يادو څرګندونو ستاينه او هرکلى وکړ او زياته يې کړه ، چې په فارياب کې د اختر د لمانځه پر مهال په جومات کې ځانمرګى بريد کول د اسلام او مسلمانانو کار نه دى.

 طالب وياند ذبيح الله مجاهد د سعودي د مفتي له فتوا او څرګندونو څخه ناخبري وښوده.

هغه پژواک اژانس ته وويل چې د جنت لپاره ځان وژل روا دي او په دې اړه دنړۍ ډېرو علماوو فتواګانې ورکړې دي.

 د هغه په وينا، د همدې بريدونو له امله بهرنيان له افغانستان څخه  وتلو ته مجبور شوي دي.

Related Topics