جلال اباد (پژواک ١٠ لړم ٩١): د افغانستان د سرحدي پوليسو لوى قوماندان وايي، چې د پاکستان له خاورې بريدونه افغان خاورې ته کوم ګواښ نه شي پېښولاى.
د سرحدي ځواکونو لوى قوماندان تورن جنرال ګل نبي احمدزي دغه څرګندونې د لړم په ١٠مه په تورخم کې د سرحدي ستونزو په اړه له يوې غونډې وروسته پژواک خبري اژانس ته وکړې.
هغه زياته کړه، چې په دې غونډه کې د ناټو ځواکونو د سرحدي ځواکونو سلاکار جنرال سيرن او يو شمېر نورو سرحدي چارواکو برخه اخيستې وه.
جنرال احمدزي وويل، چې د پاکستاني ځواکونو له خوا د کونړ او ننګرهار پر سرحدي سيمو د توپچي بريدونه افغانستان ته کوم تهديد نه دى.
نوموړى وايي، چې تر اوسه په صفري نقطه کې هېڅ ډول ستونزه نشته او نه هم پاکستاني ځواکونه له کرښې وړاندې راغلي دي.
هغه زياته کړه: ((پاکستان ډېره عصري وسله لري، کوم بريدونه چې کېږي هغه له ګډې پولې ه شل دېرش کيلومتره له لرې واټن څخه کېږي او هغه بريدونه چې له پولې سره نږدې وي، موږ يې ځواب په بريد ورکړى دى.))
احمدزى وايي، چې پاکستان نه غواړي په افغانستان کې دې يو پياوړى دولت رامنځته شي، نو له همدې امله پاکستان د دغو بريدونو له لارې په افغانستان کې يو ډول ګډوډي رامنځته کوي.
د سرحدي ځواکونو لوى قوماندان وويل: ((موږ خپل حق پېژنو، خپل سرحدات هم پېژنو او په دغسې کارونو هېڅوک نه شي کولى چې له افغان دولت نه کوم امتياز ترلاسه کړي.))
جنرال احمدزي د دواړو هېوادونو ترمنځ د سرحدي شخړو د هواري په موخه د يوه پارلماني پلاوي د جوړولو وړانديز وکړ.
ديادونې ده چې د روان لمريز کال له پيله راهيسې د پاکستاني ځواکونو د توپچي بريدونو له امله په کونړ کې شاوخوا ٦٠ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې او په کونړ او ننګرهار سلګونه کورنۍ کډې کولو ته اړې شوې دي.
د سرحدي ځواکونو قوماندان دا هم وويل، چې يو شمېر سوداګر د تورخم په سرحدي بندر کې ستونزې لري چې په نننۍ غونډه کې يې پرې جدي بحث کړى او ژمنه يې ورکړه، چې په راتلونکي کې به دغه ستونزې هوارې شي.
تورن جنرال ګل نبي احمدزي وويل، چې له دې وروسته به ټول هغه سوداګريز توکي چې محصول کېږي، له يوه امنيتي چيک پوست څخه تېريږي.
د سرحدي پوليسو لوى قوماندان له سرحدي ښارګوټي تورخم څخه په داسې حال کې ليدنه کوي چې څو ورځې وړاندې ځينو رسنيو داسې ريپوټونه خپاره کړي وو، چې د تورخم په سرحدي بندر کې له ځينو سوداګرو بډې اخيستل کېږي او ځيني اموال په غېرقانوني ډول هېواد ته واردېږي.