جلال اباد (پژواک ١٠ لړم ٩١): د ننګرهار په بټي کوټ ولسوالۍ کې د يو لړ عملياتو او نښتې په ترڅ کې د دوو بهرنيو سرتېرو په ګډون ٩ تنه ټپيان شوي دي.
په ختيځ کې د ايساف ځواکونو مطبوعاتي دفتر د لړم په ١٠مه پژواک خبري اژانس ته وويل، چې پرون ګډ ځواکونه په بټي کوټ ولسوالۍ کې د ماينونو تر شنډولو وروسته بېرته خپلو مرکزونو ته روان و، چې د وسلوالو مخالفينو تر بريد لاندې راغلل.
سرچينې زياته کړې، چې په دغه بريد کې د دوى يو ټانک ويجاړ او دوه سرتېري يې برسېرن ټپيان شول.
د بټي کوټ ولسوال مرزا محمد نصرت پژواک اژانس ته د دغه بريد او د ايساف د دوو سرتېرو د ټپي کېدو د پخلي ترڅنګ پژواک اژانس ته وويل، چې په سيمه کې د ملي اردو او وسلوالو طالبانو ترمنځ نږدې دوه ساعته جګړه هم وشوه.
په ختيځ کې د ٢٠١ سېلاب قول اردو وياند ډګروال نعمان هاتفي وايي، چې په دې جګړه کې درې وسلوال مخالفين ټپي شوي دي.
د هغه په وينا، په نښته کې د ملي اردو سرتېرو ته کومه مرګ ژوبله نه ده اوښتې.
د اسماعيل په نوم د بټي کوټ ولسوالۍ د څلورم فارم سيمې يوه اوسېدونکي پژواک اژانس ته وويل، چې د نښتې پر مهال ايساف ځواکونو په سيمه کې پر وسلوالو مخالفينو هوايي بريد هم وکړ.
سرچينې زياته کړه، چې په دغه هوايي بمبار کې څلور عام وګړي ټپي شوي، چې دوه يې د غني خېلو روغتون ته وړل شوي او دوه نور چې ټپونه يې سخت و، د پاکستان پېښور ښار ته لېږدول شوي دي.
وسلوالو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.