Language

د ټاکنو تر مهاله به شپږ مېليونه الکترونيکي تذکرې ووېشل شي

کابل(پژواک١١لړم٩١): د افغانستان د کورنيو چارو وزارت  وايي ، چې  په هېواد کې به  د ټاکنو تر مهاله  شاوخوا شپږ مېليون کسانو ته الکترونيکې تذکرې ووېشل شي.

ټاکل شوې ، چې  د ولسمشرۍ او ولايتي شوراګانو ټاکنې د ١٣٩٣ کال د وري مياشتې په ١٦مه  نېټه ترسره شي.

د کورنيو چارو وزارت امنيتي مرستيال جنرال عبدالرحمان رحمان  تېره ورځ د ټاکنو د خپلواک کمېسيون له مشر سره په ګډه خبري ناسته کې وويل،چې د روان کال په مرغومي  مياشت کې به د الکترونيکي تذکرو وېش پيل شي.

رحمن وويل،چې د کورنيو چارو وزارت به ددې تذکرو د وېش لپاره په ټول هېواد کې ٤٠٠ ډلې په دندو و ګوماري.

ده ددې پروسې ټول لګښت ١١٠ مېليونه امريکايي  ډالره  ياد کړ.

هغه وويل ، چې د الکترونيکي تذکرو وېش د کورنيو چارو او مخابراتو وزارتونو ګډه پروژه ده او دا مهال  په دې وزارتونو کې د يادې پروژې لپاره د کاري وړتياوو پر لوړولو کار روان دى.

د ټاکنو د خپلواک کمېسيون مشر فضل احمد معنوي وويل ، چې د الکترونيکي تذکرو وېش به ددې کمېسيون سره د ټاکنو د روڼوالي په موخه د رايو ورکوونکيو د نوملړ په برابرولو کې مرسته وکړي.

د ولسمشرۍ د ١٣٨٨ کال د ټاکنو لپاره ١٧،٥ مېليون تنه د رايو ورکولو وړ اټکل شوي وو ، خو له دې ډلې څخه پنځه مېليون تنو په ټاکنو کې ونډه واخيسته.

د افغانستان نفوس شاوخوا ٢٦ مېليون تنه اټکل شوى دى .

Related Topics