کابل (پژواک ١١ لړم ٩١): ولسمشر حامد کرزي د روغتونونو او روغتيايي مرکزونو له ټولو کارکوونکو څخه غوښتي چې له ناروغانو او د هغوى له پايوازانو سره مناسب چلند وکړي.
ولسمشر کرزي دغه څرګندونې په خپله پنځلس ورځنۍ راډيويي وينا کې کړې دي.
د ولسمشرۍ له مطبوعاتي دفتره د لړم په ١١مه پژواک خبري اژانس ته په يوه رالېږل شوې خبرپاڼه کې ويل شوي، چې ولسمشر کرزي په دې راډيويي وينا کې له ډاکترانو او روغتيايي کارکوونکو وغوښتل، چې له ناروغانو سره دې نېک چلند وکړي.
هغه زياته کړې، کله چې په روغتونونو او روغتيايي مرکزونو کې د ناروغانو درملنه کېږي، نو د روغتيايي کار کوونکو له خوا درناوى کول د هغوى حق دى.
حامد کرزي ويلي: (( ما اورېدلي، چې په روغتونونو او روغتيايي مرکزونو کې له ناروغانو سره مناسب چلند نه کېږي، نو د هېواد د روغتونونو او روغتيايي مرکزونو له ټولو ډاکترانو، نرسانو او روغتيايي کارکوونکو هيله کوم، چې له ټولو ناروغانو او د هغوی له پايوازانو سره له مناسب سلوک څخه کار واخلي او د طبابت د اصولو او لوړو اخلاقو سره سم دې له هغوی سره چلند وکړي.))
ولسمشر کرزي ټينګار کړى، ناروغ حق لري، چې په خاص اعتماد سره تر درملنې لاندې ونيول شي او د ناروغ په درملنه کې بې پروايي مجاز نه ده.
همداراز ولسمشر کرزي له ناروغانو او د هغوی له پايوازانو هم غوښتي، چې د روغتونونو او روغتيايي مرکزونو ټول مقررات مراعات او د روغتونونو پاکوالي ته دې په جدي ډول پام وکړي.