جلال اباد( پژواک ١٠ لړم ٩١ ) : د جلال اباد اوسېدونکي په دې ښار کې د مارکېټونو او پلازو د موټرو د تمځايونو له نه شتون څخه سر ټکوي او زياتوي،چې ښار ته راغلي خلک موټر د سړک پر غاړه دروي، چې له امله يې ترافيکي او نورې ستونزې رامنځته شوې دي.
په دې وروستيو کلونو کې د جلال اباد ښار په بېلابېلو سيمو کې لوى لوى مارکېټونه او پلازاوې جوړې شوې دي، خو يوه يې هم د موټرو درلو لپاره تمځايونه ( پارکنګونه) نه لري.
ښاريان او ښار ته راغلي خلک شکايت کوي، چې د تمځايونو د نشتوالي له امله ګڼ شمېر ستونزې پيدا شوې دي.
ددې ولايت د سره رود ولسوالۍ يو اوسېدونکى نصيب الله، چې په مدينه پلازه کې د معاملاتو د لارښوونې دفتر لري وايي، چې دى تل خپل موټر د سړک پر غاړه دروي.
هغه پژواک اژانس وويل، چې که پلازاوې د موټرو د تمځاى اسانتيا لرلى، نو هېڅ کله به يې موټر بهر نه واى درولى.
ده زياته کړه : (( مجبور يو چې موټر د سړک پر غاړه ودرو، کله يې ښيښه ماته يې،کله ترې رنګ اوښتى وي او کله کله خو ترافيکو پنچر کړى هم وي. ))
د ښار يو بل اوسېدونکى نصير احمد پژواک اژانس ته له همدغې ستونزې سربېره وايي، چې په ښار کې يوه پلازا هم په معياري ډول نه ده جوړه شوې.
هغه زياتوي ، چې د ښار په يوې پلازا کې هم د اور، زلزلې او داسې نورو طبعي پېښو لپاره احتياطي تدابير نه دي نيول شوي .
هغه زياته کړه: (( خپلسري روانه ده ، ښاروالۍ او ښارجوړونې رياست کې يو څو روپۍ ورکړه، څرنګه دې ، چې خوښه وي پلازه جوړه کړه. ))
نصير احمد وويل، چې اوس هم ځينې پلازاوې شته ، چې همدا شېبه يې هم د رالوېدو امکان شته، خو دولت يې هېڅ غم نه کوي.
نفيس الله هم ورته خبره کوي او وايي، چې ښاروالۍ په ځينو ځايونو کې د موټرو تمځايونه جوړ کړي، خو موټر لرونکي هلته موټر نه دروي.
هغه وايي ، چې که هره پلازا خپل تمځاى ولري ،نو هر څوک به د خپل کار ځاى سره نږدې خپل موټر ودروي.
په جلال اباد ښار کې د ميا اسلام پلازا منشي سپين ګل پژواک خبري اژانس ته وويل ،چې د دوى پلازا هم ځانګړى د موټرو تمځاى نه لري، خو د پلازا ګېرچاپېره يې يوه بيسوه ځاى د تمځاى لپاره پرېښې ده.
هغه زياته کړه : (( اوس خو زموږ پلازه جوړه ده، موږ نه شو کولى، چې له سره يې ورانه کړو او بيا د پارکينګ لپاره ځاى پريږدو.))
د ښار د غلجي پلازا منشي نورالله خوګياڼى وايي، چې دوى د موټرو د تمځاى لپاره پنځه بسوې ساحه پرېښې، خو د امنيتي ستونزو له امله په کې موټر نه پرېږدي.
نوموړى وايي : (( امنيت ګډوډ دى که څوک په کې چاودېدونکي توکي کېږدي ، بيا به ډېره ګډوډي رامنځته شي .))
د ننګرهار د ترافيکو مدير حاجي دستګير رحيمي هم د موټرو د تمځايونو د نه شتون خبره کوي، او وايي ،چې په ښار کې د ډېرې ګڼې ګوڼې يو لامل هم د موټرو د تمځايونو نه شتون دى.
هغه پژواک ته وويل : (( خلک د سړکونو پر غاړه موټر دروي، چې ډېرى ترافيکي ستونزې له همدې امله رامنځته کيږي، خو بيا هم زموږ سياره ډله ټوله ورځ په جادو کې ګرځي او څوک نه پريږدي، چې موټر بې ځاى ودروي. ))
د ننګرهار د ښاري پراختيا رييس انجنير زاخېل وايي، چې په ښار کې د هرې نوې پلازا ډيزاين د دوى دکمېسيون تر نظر لاندې وي ، چې په ښاري نورمونو سمبال ډيزاين دوى يې ښاروالۍ ته سپاري.
هغه پژواک ته وويل : ((بيا د ښاروالۍ کار دى، خو موږ د پلازاو په ډيزاين کې د موټرو تمځاى او نور اړين ملحقات په پام کې نيسو. ))
د جلال اباد د ښاروالۍ مرستيال انجنير حکيم الدين پژواک اژانس ته دا تائيد کړه، چې په ښار کې ګڼې داسې پلازاوې شته ، چې د موټرو تمځايونه، نه لري.
هغه زياتوي،چې د هرې پلازا په ډيزاين او جوړېدو کې د موټرو تمځاى موجود وي، خو وروسته له جوړېدو د پلازاو خاوندان د موټرو له تمځاى نه په تجارتي برخه کې استفاده کوي.
نوموړى وايي : (( دا هره يوه پلازا د موټرو تمځاى لري، خو مالکانو يې هغه هم په کرايه ورکړې وي، همدارنګه نور هرڅه ضرورتونه لکه د بلند منزلونه د اور په وخت کې د ښکته کېدو وسايل او داسې نور په اول سر کې موجود وي، خو وروسته بيا هېڅ هم نه وي.))
هغه له ښاريانو غواړي ،چې په دغه برخه کې له ښاروالۍ سره مرسته وکړي،ترڅو ورته مشکلاتو ته د پاى ټکى کيږدي.
انجنير حکيم وايي، چې دوى د پلازاو او مارکېټونو خاوندانو ته توصيه کړې،چې د موټرو د تمځايونو ستونزه دې هواره کړي او که دا کار يې ونه کړ بيا به ورسره قانوني چلند کوي.
ده زياته کړه : (( بيا به يو کمېسيون ټاکو، چې دوى سره دقانوني چلند په اړه پرېکړه وکړي.))
جلال اباد د پلازمېنې کابل ختيځ خواته پروت هغه ښار دى، چې شاوخوا يوميليون اوسېدونکي لري، چې دجلال اباد د ښاروالۍ په وينا، ياد ښار د ښاري معيار له مخې، د يومليون وګړو د اوسيدو ظرفيت نه لري.