Language

امريکا: افغان حکومت دې د اقتصادي پراختيا لپاره د فساد مخنيوى وکړي

کابل (پژواک ١٣ لړم ٩١): يوه لوړپوړي امريکايي چارواکي د افغانستان له حکومته وغوښتل چې د اقتصادي پراختيا لپاره دې د فساد مخه ونيسي او د امريکا په ګډون دې د نړۍ پانګه والو ته اسانتياوې برابرې کړي.

دغه څرګندونې د سوېلي او منځنۍ اسيا لپاره د امريکا د بهرنيو چارو وزارت مرستيال رابرټ بليک، چې افغانستان ته په يوه رسمي سفر راغلى و، د لړم په ١١مه له پژواک خبري اژانس سره په يوې ځانګړې مرکه کې وکړې.

هغه زياته کړه، چې د افغانستان حکومت بايد خپل اقتصاد ته پراختيا ورکړي او د دغه کار لپاره تر ټولو مخکې بايد د اداري فساد مخه ونيسي.

نوموړي دغه راز وويل، چې په دې کار سره به د امريکا په ګډون د نورۍ نړۍ پانګه وال وهڅول شي چې د افغانستان په کانونو کې پانګونه وکړي.

تر اوسه د افغانستان په کانونو کې ډېره پانګونه چينايي او هندي کمپنيو کړې ده، د دې پوښتنې په ځواب کې، چې ايا امريکايي کمپنۍ ولې دغه کار ته زړه نه ښه کوي؟ رابرټ بليک وويل، چې هغوى په دې اړه خپله تګلاره لري.

بليک زياته کړه: ((موږ امريکايي پانګه وال تشويقوو، چې په افغانستان کې پانګونه وکړي، خو له افغان حکومته هم غواړو چې خپل اقتصاد ته پراختيا ورکړي او دا يقيني کړي چې په دې برخه کې فساد نشته او ښه حکومتداري شتون لري.))

د هغه په وينا، دغه کارونه امريکايي او نور بهرني پانګه وال هڅوي چې نېغ په نېغه په افغانستان کې پانګونه وکړي.

د يادونې ده، چې د چين او هند کمپنيو په افغانستان کې تر ټولو زياته پانګونه کړې، يوې چينايي کمپنۍ د لوګر د مس عينک په کان کې د درې نيم ميليارده ډالرو پانګونه کړې ده.

 بلې چينايي کمپنۍ هم په شمال کې د امو حوزې د نفتو په برخه کې پانګونه کړې ده.

دغه راز يوې هندي کمپنۍ په باميانو کې د اوسپنې د حاجيګک په کان کې د ميليونونو ډالرو پانګونه کړې ده.

د سوېلي او منځنۍ اسيا لپاره د امريکا د بهرنيو چارو وزارت مرستيال رابرټ بليک د ورېښمو د تاريخي لارې د بيارغولو په اړه وويل، چې دا د افغانستان د اقتصادي ثبات په برخه کې د امريکا د مرستو په اجنډا کې وه.

دغه راز نوموړي زياته کړه، چې د ورېښمو د لارې په بيا ژوندۍ کېدو سره سيمه ييزه اقتصادي همکاري هم زياتېږي.

بليک زياته کړه: ((موږ د افغانستان امنيتي او سياسي بدلون او لېږد ته سترګې په لار يو، موږ ګورو چې څه ډول د امنيتي او سياسي بدلون ترڅنګ د اقتصادي بدلون په برخه کې مرسته او همکاري وکړو.))

د هغه په وينا، د سوداګرۍ او خصوصي سکټور د پرمختګ لپاره اړينه ده، چې سيمه ييزې همکاري زياته او د سيمې هېوادونه دې په دې برخه کې ورګډ کړاى شي.

د امريکا د بهرنيو چارو وزارت مرستيال رابرټ بليک وايي، دا ډېره مهمه ده، چې سيمه ييزه همکاري زياته او د ورېښمو لاره بيا فعاله شي؛ ځکه چې له دې سره د افغانستان د ګاونډيو او د سيمې هېوادونو سوداګري پراخيږي.

د يادونې ده، چې د امريکا د بهرنيو چارو وزيرې مېرمن هيلري کلنټن هم تېره مياشت ويلي وو، چې د ورېښمو د لارې بيا فعالول د افغانستان د ټيکاو لپاره ډېره مهمه ده.

 د دې پوښتنې په ځواب کې، چې پاکستان له افغانستان سره د هندوستان پر سوداګريزو اړيکو او پانګونې ځينې اندېښنې لري، بليک وويل، چې پاکستان بايد په دې برخه کې د خپلو ګاونډيانو پر رول هېڅ اندېښنه ونه لري.

هغه زياته کړه: ((موږ له پاکستان سره ګډې ګټې لرو، موږ دواړه (پاکستان او امريکا) با ثبات او بريالى افغانستان غواړو.))

د بحران ګروپ د راپور په اړه؛ چې تر ٢٠١٤ زېږديز کال وروسته به په افغانستان کې بحران رامنځته شي، د امريکا د بهرنيو چارو وزارت مرستيال رابرټ بليک وويل، چې امريکا له افغانستان سره اوږودمهاله همکاريو ته ژمنه ده.

د بليک په وينا، د شيکاګو او توکيو په کنفرانسونو کې، چې سږ کال ترسره شول، نړيوالې ټولنې او امريکا له افغانستان سره څرګندې ژمنې او ښکاره اشارې وکړې، چې دوى يو پرمختللى او با ثبات افغانستان غواړي.

هغه زياته کړه، د افغانانو لپاره څرګند پيغام دا دى، چې امريکا له افغانستان سره د ښې راتلونکي لپاره قوي ژمنې لري.

Related Topics

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.