واشنګټن-کابل (پژواک ١٣ لړم ٩١): د امريکا ولسمشر بارک اوباما يو ځل بيا په ډاګه کړه، چې د افغانستان جګړه نوره پاى ته رسېږي.
نوموړي دغه څرګندونې تېره ورځ د ټاکنيز کمپاين پر مهال له خپل مرستيال ولسمشر جو بايډن سره يو ځاى د يوې غونډې پر مهال کړې دي.
ټاکل شوې چې د امريکا د ولسمشرۍ ټاکنې د راتلونکې سې شنبې په ورځ (د لړم ١٦مه) ترسره شي.
بارک اوباما، چې له ټاکنو نږدې سل ساعته مخکې د اوهايو ايالت په ليما سيمه کې ټاکنيزې غونډې ته وينا کوله، د القاعده ډلې د مشر اسامه بن لادن وژل او د افغانستان د جګړې ګټل يې له خپلو لويو لاسته راوړنو ياد کړل.
هغه زياته کړه: ((د افغانستان جګړه ختمېدو ته نږدې او د القاعدې ډله له منځه وړل شوې او مشر يې اسامه بن لادن وژل شوى دى.))
د امريکا د ولسمشر مرستيال جوبايډن بيا په يوه بله کمپايني غونډه کې د عراق د جګړې ختمول له خپلو لاسته راوړنو ياده کړه او ويې ويل، چې په افغانستان کې به روانه جګړه هم ډېر ژر پاى ته ورسېږي.
که څه هم د امريکا په ټاکنيز کمپاين کې دواړو کانديدانو مېټ رومني او بارک اوباما د افغانستان موضوع ډېره نه ده ياده کړې، خو دواړو د ٢٠١٤ کال پر مهالوېش سلا شوي دي.
د سياسي چارو کارپوه محمدحسن حقيار د امريکايي چارواکو دغه څرګندونې ردوي او وايي، چې د افغانستان جګړه به دومره ژر پاى ونه مومي.
هغه پژواک اژانس ته وويل، چې اوباما دغه ډول څرګندونې د راتلونکو ټاکنو لپاره کوي او هڅه کوي، چې د خپل ولس د رايو ترلاسه کولو په موخه هغوى ته دروغجنې ژمنې ورکړي.
نوموړي زياته کړه، چې په عراق کې د جګړې د ختمولو په اړه د اوباما څرګندونې هم بېځايه دي؛ ځکه چې همدا اوس هلته هره ورځ په چاودنو او ځانمرګو بريدونو کې لسګونو کسانو ته مرګ ژوبله اوړي.
حقيار وايي، چې امريکا له افغانستان څخه پښې سپکوي، خو د افغانستان د راتلونکي لپاره هېڅ ستراتيژي نه لري.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP