Language

د لغمان د دارالعلوم يو استاد ووژل شو

جلال اباد (پژواک ١٣ لړم ٩١): د لغمان د دارالعلوم استاد مولوي نصير د ناپېژانده وسلوالو په بريد کې ووژل شو.

 

د لغمان د والي وياند سرحدي ځواک پژواک خبري اژانس ته وويل، چې مولوي نصير نن سهار نهه نيمې بجې د مهترلام اړوند د چهل مټۍ په سيمه کې د ناپېژانده وسلوالو په بريد کې وژل شوى دى.

 ځواک زياتوي، چې مولوي نصير د شهباز کلا اوسېدونکى دى او دارالعلوم ته په لاره و، چې بريد پرې وشو.

 هغه وايي، چې د پېښې په تړاو يې څوک نه دي نيولي خو په اړه يې پلټنې پيل کړې دي.

 عيني شاهد نبي ګل وايي، چې په سيمه کې يې د مولوي نصير مړى ليدلى دى.

 د پوهنې وزارت په يوه خبرپاڼه کې پر ياد استاد  بريد غندلى او ويلي يې دي: “د پوهنې وزارت … د استاد له کورنۍ سره غمرازي ښيي او په دې باور دی چې دغه  کار د افغانستان دښمنانو ترسره کړی دى.”

د سرچينې د معلوماتو له مخې، مولوي نصير ۴۲ کاله وړاندې په لغمان کې زېږېدلى او  له تېرو  نهو  کلونو را هيسې يې د لغمان په مرکزي  دارالعلوم کې د ديني زده کړو د استاد په توګه دنده ترسره کوله .

 د دغه بريد مسووليت تر دې دمه چا پر غاړه نه دى اخيستى.