ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

ولسمشر کرزى: رسنۍ دې د ملت د غښتلي کولو لپاره کار وکړي

ولسمشر کرزى: رسنۍ دې د ملت د غښتلي کولو لپاره کار وکړي

author avatar
3 Nov 2012 - 18:53
ولسمشر کرزى: رسنۍ دې د ملت د غښتلي کولو لپاره کار وکړي
author avatar
3 Nov 2012 - 18:53

کابل (پژواک، ١٣ لړم ٩١): د افغانستان ولسمشر حامد کرزي له کورنيو رسنيو وغوښتل، چې د ملت د غښتلي کولو لپاره کار وکړي او خلک پر راتلونکي باوري کړي.
حامد کرزي چې نن (د لړم ١٣مه) يې په کابل کې د رسنيو له مشرانو او شنونکو سره په يوه ناسته کې خبرې کولې، وويل: ((د افغانستان له تلويزونونو نه د هېواد د خلکو پر ضد غږونه پورته کېږي، نو له هغوى هيله کوم، چې د افغانستان خلاف غږ پورته نه کړي.))
د ده په وينا، د خلکو پر ضد د تلويزيونونو د څرګندونو له امله بازارونه ساړه شوي او هره ورځ سوداګر ورځي او له ده پوښتنه کوي چې څه به کېږي.
ولسمشر رسنيو ته په خطاب کې وويل: ((تاسو حکومت وټکوئ، خو ملت غښتلى کړئ؛ حکومت ته اخطار ورکړئ، خو ملت تقويه کړئ؛ ملت مه ټکوئ او دا مه ورته وايئ چې له جګړې سره مخ کېږئ.))
ځينې داسې راپورونه خپاره شوي چې ښايي د ٢٠١٤ کال په پاى کې له افغانستان څخه د بهرنيو ځواکونو په وتو سره په هېواد کې امنيتي او اقتصادي ستونزې رامنځ ته شي.
حامد کرزى همدې راپورونو ته په اشارې وايي، چې د افغانستان د خلکو روان ته صدمه رسول، د خلکو په خير نه دي او رسنۍ بايد دا کار ونه کړي.
ولسمشر د افغانستان په اړه د لوېديځو رسنيو خپرونې يوه تبليغاتي جګړه وبلله او زياته يې کړه، هغوى غواړي له دې لارې د افغانستان حکومت تر فشار لاندې راولي او د ټولنې روان ته صدمه ورسوي .
د کرزي په وينا، د يادو تبليغاتو بله موخه دا ده چې افغانستان له امريکا سره داسې يو امنيتي تړون لاسليک کړي، چې د هغوى په ګټه وي.
د ده وينا: ((په يوه لويه معامله کې له کوچني توان سره مخ يو))
نوموړي زياته کړه، له دې امله د لوېديځ له رسنيو نه پيروي او تقليد کول، د افغانستان د خلکو په زيان دى.
کرزي وويل، افغانستان د لوېديځوالو په تبليغاتو دوکه نه خوري او بايد د خپلو ګټو لپاره کار وکړي.
هغه زياته کړه، چې د بهرنيو ځواکونو په وتلو افغانستان د ورانۍ خوا ته نه ځي، ځکه دى د هېواد په راتلونکي باوري دى.
دى وايي: ((موږ بايد په خپل توان افغانستان جوړ کړو، نه د نورو.))
ولسمشر وويل، نړيوال افغانستان ته د ترهګرۍ د له منځه تلو لپاره نه، بلکې د خپلو موخو د ترلاسه کولو لپاره راغلي دي.
خو دى وايي: ((هغه اهداف، چې زموږ د ځورولو او کړاو لامل نه ګرځي او زموږ په خير وي، ستونزه ورسره نه لرو.))

Views: 0

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.