Language

يوه معتاد په روغتون کې ځانوژنه وکړه

اسعداباد (پژواک ١٣ لړم ٩١): د کونړ روغتيايي چارواکي وايي، چې د دغه ولايت د معتادينو په روغتون کې يوه روږدي ځان زندۍ کړى دى.

د کونړ د عامې روغتيا سرپرست، ډاکتر عتيق الله شينواري د لړم په ١٣مه پژواک اژانس ته وويل، چې تېره شپه شاوخوا ١٠ بجې يوه معتاد د جامو د تناب پر پړي ځان زندۍ کړى دى.

 

د هغه په وينا، ياد معتاد د لغمان اوسېدونکى و او د درملنې په موخه د کونړ د معتادينو په روغتون کې بستر و.

 

د کونړ د امنيه قوماندانۍ وياند شېرولي هم پژواک اژانس ته ومنله، چې په ياد روغتون کې يو معتاد ځان زندۍ کړى دى.

 

د هغه په وينا، چې د جنايي پوليسو له خوا د ياد روغتون يو نوکريوال ډاکتر او يو ساتونکى تر پوښتنو ګروېږنو لاندې دي.

 

د يادونې ده، د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې وزارت د معلوماتو له مخې، په هېواد کې دغه مهال تر يو ميليون زيات افغانان په نشه يي توکو روږدي دي.