ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په وردګو کې چاودنو درې ماشومان ووژل

author avatar
3 Nov 2012 - 11:38
author avatar
3 Nov 2012 - 11:38

کابل ښار (پژواک ١٣ لړم ٩١): چارواکي وايي، چې د ميدان وردګو په سيداباد ولسوالۍ کې د ځينو امنيتي پېښو له امله درې ماشومان وژل شوي دي.

د ميدان وردګو د والي وياند شاهدالله شاهد د لړم په ١٣مه پژواک خبري اژانس ته وويل، چې پرون ماسپښين مهال د سيداباد ولسوالۍ په خړيانو سيمه کې د يوې چاودنې له امله دوه ماشومان، چې هلک او نجلۍ وو، ووژل شول.

د هغه په وينا، چاودنه د يوې ناچاودې مرمۍ له امله هغه مهال رامنځته شوه، چې يادو ماشومانو پرې لوبې کولې.

نوموړي زياته کړه، چې دغه ماشومان خور او ورور کېدل او عمرونه يې له اتو تر ١٢ کلونو پورې وو.

دغه راز شاهد وويل، چې تېره ورځ ناوخته د سيداباد ولسوالۍ د سلطانخېلو له کمپ سره نږدې سيمه کې د يو ځاى پرځاى شوي ماين د چاودنې له امله يو هلک شپون ووژل شو.

د ده په خبره، پر دغه پوونده هغه مهال د ماين چاودنه رامنځته شوه چې په سيمه کې يې خپله رمه څروله.

د والي وياند زياته کړه، چې په دې پېښه پنځه پسونه هم وژل شوي دي.

د يادونې ده، په دې وروستيو کې د ملکي وګړو مرګ ژوبله ډېره شوې، تېره اوونۍ په کندهار او هلمند ولايتونو کې هم د چاودنو له امله نږدې ٢٠ ملکي وګړي وژل شوي وو.

Views: 0

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.