جلال اباد (پژواک ١٤ لړم ٩١): چارواکي وايي، چې د کابل – جلال اباد پر لويه لار د عزيز خان کڅ په سيمه کې دوه تنه د ناپېژاندو وسلوالو په بريد کې ووژل شول.
د لغمان د والي وياند سرحدي ځواک د لړم په ١٤ مه پژواک خبري اژانس ته وويل، چې تېره شپه شاوخوا اته بجې د يادې لارې د لغمان ولايت اړوند د عزيز خان کڅ په سيمه کې پر يوه کرولا موټر وسلوالو بريد وکړ.
د هغه په وينا، له بريد وروسته وسلوال تښتېدلي او تراوسه نه دي پېژندل شوي، خو د پېښې په اړه پلټنې روانې دي.
نوموړي زياته کړه، چې وژل شوي کسان له کابل څخه د ننګرهار پر لور روان وو، ښځې او ماشومان هم ورسره وو، چې په پېښه کې هغوى ته زيان نه دى رسېدلى.
د ځواک په خبره، وژل شوي کسان د کابل اوسېدونکي وو او تراوسه يې په اړه کره معلومات نشته، چې دوى څه کاره وو.
د ننګرهار د ملکي روغتون مشر ډاکټر همايون زهير هم پژواک اژانس ته وويل، چې د پېښې له ځايه دوى ته يو مړى او ټپي ور وړل شوى و.
د هغه په وينا، ټپي کس هم تر لومړنيو عملياتو وروسته مړ شو.
تر اوسه د دغې پېښه مسووليت چا پر غاړه نه ده اخيستى.