Language

په غزني کې د انسان تښتوونکو يوه ډله ونيول شوه

غزني ښار (پژواک ۱۴ لړم ۹۱): امنيتي چارواکي وايي، چې په غزني کې يې يوه ډله انسان تښتوونکي نيولي دي.
د غزني د ملي امنيت رييس سيداميرشاه سادات د لړم په ١٤ مه پژواک اژانس ته وويل، چې دغه کسان يې تېره ورځ د غزني ښار په مربوطاتو کې د يو لړ عملياتو په ترڅ کې نېولي دي.
د هغه په وينا، دغو کسانو څو ورځې وړاندې د غزني له ښاره يو څوارلس کلن ماشوم تښتولی و، چې وروسته يې د نوموړي له کورنۍ څخه پنځه سوه زره ډالره غوښتي وو.
نوموړي زياته کړه، چې هغه مهال يې د دغې ډلې يو کس د غزني ښار د پښتون اباد په سيمه کې نيولی و او پرون يې څلور کسان نور هم ونيول.
د سادات په خبره، تښتول شوى ماشوم هم د ملي امنيت د ځواکونو له لوري راخوشې شوى او نيول شويو کسانو په خپل جرم اعتراف هم کړى دى.
د يادونې ده، چې د چارواکو په وينا، د روان لمريز کال له پيله يې تراوسه په غزني کې درې ډلې انسان تښتوونکي نيولي دي.

Related Topics