Language

د خوراکي توکو٢٠ موټر د ماين په يوه چاودنه کې سوځيدلي دي

چاريکار(پژواک ١٥ لړم ٩١) د پروان ولايت په مرکز کې د يوه مقناطيسي ماين له امله ، چې په يوه ټانکر کې ځاى پر ځاى شوى و، سربيره پر ټانکر، شل موټر سوځيدلي دي. د پروان امنيه قومندان محمد اکرم پژواک خبري اژانس ته وويل ، چې نن له غرمې وروسته د دوو بجو پر مهال د حاجي ګل اقا موټر پلورنځي ته څيرمه، د کابل-پروان په واټ کې د بهرنيو ځواکونو په يوه اکمالاتي ټانکر کې مقناطيسي ماين وچاوديده. سرچينې څرګنده کړه، چې ددې چاودنې د اورلګيدنې له امله چاته زيان نه دى اوښتى، خو موټر پلورنځى پکې زيانمن شوى دى. هغه وويل،چې دغه چاودنه د دولت د وسلوالو مخالفينو له خوا تر سره شوې، ځکه دا شان کړنې د وسلوالو مخالفينو د روان کال له تاکتيکونو څخه شميرل کيږي. د موټر پلورنځي څښتن حاجى ګل آقا وايي، ددې اورلګيدنې له امله د پلورنځي شل مختلف ډوله موټر، چې له هغې جملې څخه سراچه، تونس، کرولا او بينز دي ، په مکمله توګه له منځه تللي دي. نوموړي وويل، چې دا موټر دده او نورو دوو شريکانو دي. هغه له امنيتي چارواکو څخه وغوښتل ، چې له دا ډول پيښو څخه مخنيوى وکړي. د روان کال په ترڅ کې د کابل او پروان پر لويه لاره دا شان پيښو شاوخوا لس موټر له منځه وړي، چې ډيرو يې بهرنيو ځواکونو ته اکمالات کول.

Related Topics