Language

د ننګرهار له محبسه ٢٣ بنديان خوشي شول

جلال اباد (پژواک ١٥ لړم ٩١): د ولسمشر کرزي د فرمان له مخې، د ننګرهار له محبسه د يوې ښځې او ماشوم په ګډون ٢٣ تنه په بېلابېلو جرمونو حبس بنديان خوشي شول.

د ننګرهار د لوى محبس امر سمونوال عبدالولي حصارک د لړم په ١٥مه پژواک خبري اژانس ته وويل، چې د ولسمشر کرزي د لوى اختر په مناسبت د بښنې د ٨٧ مې ګڼې فرمان له مخې، دوى يو کمېسيون جوړ کړى و.

د هغه په وينا، کمېسيون د هغو بنديانو، چې د بند موده يې لږه وه او يا هم د بښنې وړ وو، د يوې ښځې او يو ماشوم په ګډون د ٢٣ تنو له بنده د خوشي کېدو پرېکړه وکړه.

نوموړي زياته کړه، چې دغه کمېسيون به بيا هم د يو شمېر نورو بنديانو له بنده د خوشي کېدو په اړه پرېکړه وکړي.

حصارک وويل: ((سبا او بل سبا به دا کمېسيون بيا هم خپلې پرېکړې وکړي او هغه کسان، چې حقدار وي، له بنده به خوشي شي.))

د استيناف محکمې د نظارت کمېسيون مشر څارنمل لالبر سليم، چې د ياد کمېسيون مشري هم پر غاړه لري، پژواک اژانس ته وويل، چې کمېسيون تر وروستي بريده هڅه کړې، چې د بنديانو په حق کې بې پرې پرېکړه وکړي.

له بنده ازاد شوي مولوي اول خان پژواک اژانس ته وويل، چې له طالبانو سره د تړاو په تور يې اووه نيم کاله بند تېر کړى دى.

نوموړي د بند په موده کې د محبس د کارکوونکو له چلنده خوښي وښوده او زياته يې کړه، چې د ژوند ټولې اسانتياوې يې ورته برابرې کړې وې.

هغه وويل: ((موږ ډېر ښه وخت تېر کړ، زه له هغو ټولو مننه کوم، چې زموږ په خوشي کولو کې يې هلې ځلې کړې دي.))

يوه بل خوشي شوي بندي بشرخان وويل، چې پنځه نيم کاله يې د يو جنايي جرم په تور په بند کې تېر کړل.

هغه له نورو ځوانانو وغوښتل، چې له جرمونو دې ځان لري وساتي، ترڅو له ژونده خوند واخلي.

د يادونې ده، چې د ننګرهار په لوى محبس کې اوس مهال ١١٩٧ تنه بنديان دي، چې ١٤ په کې ښځينه دي.

Related Topics