Language

عبدالزى: د شېرزي په اړه د وال سټرېټ ژورنال راپور سياسي اړخ لري

جلال اباد (پژواک ١٥ لړم ٩١): د ننګرهار د والي وياند احمدضياء عبدالزى د والي ګل اغا شېرزي په اړه د امريکايۍ ورځپاڼې وال سټرېټ ژورنال راپور ردوي او وايي چې دا سياسي اړخ لري.

عبدالزي د لړم په ١٥مه په جلال اباد کې يوې خبري غونډې ته وويل، چې ياد ژورنال له موثقو سرچينو استفاده نه ده کړې او ټولې ادعاوې يې بې بنسټه دي.

هغه زياته کړه: ((دا چې په دې وروستيو کې په افغانستان کې د ولسمشريزو ټاکنو نېټه اعلانيږي نو يو شمېر بهرنيو او کورنيو رسنيو د شخصتونو په بدنامونې پسې را اخيستې، چې ښه بېلګه يې وال سټريټ ژورنال دى.))

د نوموړي په وينا، د وال سټرېټ ژورنال راپور سياسي اړخ لري او غواړي چې له دې لارې والي ګل اغا شېرزى بدنام کړي.

عبدالزى زياتوي، د وال سټرېټ ژورنال په راپور کې يادونه شوې چې څه موده وړاندې والي د جرمني په هوايي ډګر کې پوليسو له درېيو بيکونو پيسو سره تر دوو ساعتو پورې توقيف کړى و.

هغه په دې اړه وويل: ((دا خو هېڅ منطق نه مني چې په دې کمپيوټري زمانه کې دې څوک په بيکونو کې پيسې يوسي، ولې يې د بانکي حساب له لارې نه لېږدوي؟))

نوموړى وايي، چې دغه ډول رسنۍ په ټولنه کې د نورو رسنيو اعتبار هم کموي.

څه موده وړاندې د امريکا د وال سټرېټ ژورنال په يوه راپور کې راغلي وو، چې د ننګرهار والي ګل اغا شېرزي دغه مهم ولايت د فساد په مرکزى بدل کړى دى.

په راپور کې دا هم راغلي وو، چې والي ګل اغا شېرزى له خلکو باج اخلي، په غير قانوني ډول بنديان خوشي کوي ، د ځمکو په غصب او د نشه يي توکو په قاچاق کې لاس لري.

Related Topics