غزني ښار (پژواک ۱۵ لړم ۹۱): امنيتي چارواکي وايي، چې د غزني په اندړو ولسوالۍ کې د وسلوالو طالبانو ترمنځ نښته شوې، چې په ترڅ کې يې د دوو طالب قوماندانانو په ګډون څلور وسلوال وژل شوي دي.
د غزني د ملي امنيت رييس سيد اميرشاه سادات د لړم په ۱۵مه پژواک اژانس ته وويل، چې د اندړو ولسوالۍ د جوى چار په سيمه کې د افغان او پاکستاني وسلوالو طالبانو ترمنځ اختلافونه رامنځ ته شوي دي.
د هغه په وينا، د همدغو اختلافاتو په پايله کې د دوى ترمنځ نښته رامنځ ته شوه، چې په ترڅ کې يې دوه افغان طالب قوماندانان او دوه پاکستاني طالبان وژل شوي دي.
نوموړي په دې اړه، چې د دغو وسلوالو طالبانو تر منځ اختلافات ولې رامنځ ته شوي؟ له څه ويلو ډډه وکړه، خو زياته يې کړه، چې د دوى ترمنځ به دغه ډول اختلافات دوام پيدا کړي.
د اندړو يوه اوسېدونکي فريد پژواک اژانس ته وويل، چې تېره شپه د وسلوالو طالبانو ترمنځ نښته رامنځ ته شوه او د شپې تر ناوخته ډزې اورېدل کېدې.
د هغه په وينا، سهار مهال خبر شول، چې څلور وسلوال طالبان وژل شوي، خو د پاکستاني طالبانو په اړه يې معلومات نه درلودل.
خو د وسلوالو طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد وايي، چې په اندړو کې د دوى د ملګرو ترمنځ لفظي شخړه هم تراوسه نه ده رامنځ ته شوې او دا يې د افغان دولت تبليغات وبلل.
د يادونې ده، چې له تېرو شاوخوا شپږو مياشتو راهيسې په اندړو ولسوالۍ کې د وسلوالو طالبانو پر وړاندې ولسي پاڅون پيل شوى، چې ويل کېږي د ځپلو په موخه يې پاکستاني طالبان هم دې ولسوالۍ ته راغلي دي.