Language

په ننګرهار کې يو ښوونکى ووژل شو

جلال اباد (پژواک ١٥ لړم ٩١): د پوهنې رياست چارواکي وايي، چې د ننګرهار په سره رود ولسوالۍ کې ناپېژانده وسلوالو يو ښوونکى وژلى او بل يې ټپي کړى دى.

د ننګرهار د پوهنې رياست وياند اصف شينواري د لړم په ١٥مه پژواک اژانس ته وويل، چې تېر ماښام د سره رود ولسوالۍ د بر ککړک په سيمه کې ناپېژانده وسلوالو د دوو ښوونکو پر سراچه موټر بريد وکړ، چې ياده مرګ ژوبله په کې رامنځ ته شوه.

د هغه په وينا، دغه دوه تنه د بر ککړک د منځني ښوونځي ښوونکي دي او د مېلمستيا لپاره د خپل يوه ملګري کور ته پر لاره وو، چې د وسلوالو تر بريد لاندې راغلل.

نوموړي زياته کړه، چې په دغه بريد کې د محمدنعيم په نوم ښوونکى ځاى پر ځاى وژل شوى او سعادت نومي ښوونکي په ټپي حالت کې پر وسلوالو ځوابي ډزې کړې دي.

شينواري وويل، چې ښوونکو د ځان ساتنې په موخه وسله درلوده او په ځوابي ډزو کې يې يو وسلوال ټپي شوى و، چې وروسته يې د ننګرهار په ملکي روغتون کې ساه ورکړه، خو تر اوسه يې هويت نه دى څرګند.

د ننګرهار د امنيه قوماندانۍ وياند حضرت محمد مشرقيوال پژواک اژانس ته وويل، چې په دې پېښه کې يو ښوونکى وژل شوى او بل ملګرى يې، چې ښوونکى نه و، ټپي دى.

بلخوا د ننګرهار د ملکي روغتون مشر ډاکتر همايون زهير وويل، چې دوى ته له دې پېښې څلور تنه، چې دوه مړه او دوه ټپيان دي، ور وړل شوي دي.

د پېښې مسووليت تر اوسه چا پر غاړه نه دى اخيستى.

د يادونې ده، چې شاوخوا دوه مياشتې مخکې هم د خوګياڼو ولسوالۍ د نوکړخېلو لېسې مدير انورالحق صاحبزاده هم د ناپېژانده وسلوالو له خوا وژل شوى و.

Related Topics