محمودراقي (پژواک ١٦لړم٩١): د کاپيسا حکومتي چارواکي د ملي اردو د څلورو سرتېرو د ټپي کېدو او پنځو وسلوالو طالبانو د نيولو خبر ورکوي، خو ځايي خلک بيا هلته شپږو ملکي وګړو ته د مرګ ژوبلې اوښتو خبره کوي.
د ياد ولايت چارواکي وايي، چې دولتي ځواکونو تېره ورځ په تګاب ولسوالۍ کې چاڼيز عمليات پيل کړي دي.
د کاپيسا د والي وياند قيس قادري پژواک خبري اژانس ته وويل، چې د دغو عملياتو په ترڅ کې د يتيمانو، ملايانو او جالوخېلو په سيمو کې يو تن له طالبانو سره د تړاو په شک او پنځه وسلوال طالبان نيول شوي دي.
دى وايي، چې په عملياتو کې د ملي اردو څلور سرتېري هم ټپيان شوي دي.
خو د کاپيسا د امنيه قوماندانۍ د امنيت امر سمونوال عبدالمحفوظ پژواک خبري اژانس ته وويل، چې تېره ورځ مازيګر مهال د يتيمانو په سيمه کې د دولتي ځواکونو او وسلوالو مخالفينو تر منځ د نښتې پر مهال دوې ښځې او دوه وسلوال طالبان ټپيان شوي دي.
هغه وويل، نه پوهېږي چې يادې دوې ښځې د نښتې پر مهال د چا پر ډزو ټپيانې شوې دي.
خو د يتيمانو سيمې اوسېدونکي بريالي پژواک خبري اژانس ته وويل، چې په دې نښته کې دوې ښځې وژل شوې او دوه ماشومان ټپيان دي.
هغه وايي، چې تېره ورځ د يتيمانو سيمې ته څېرمه د ملايانو په کلي کې هم د دولتي ځواکونو او وسلوالو مخالفينو د نښتې پر مهال دوې ښځې او يو سړى ټپي شوى دى.
بريالي وويل، چې ټپيان د سيمې خلکو د تګاب کلينيک ته لېږدولي او دى په دې نښته کې د دولت د وسلوالو مخالفنيو له ټپيانو نه دى خبر.
خو د جالوخېلو سيمې اوسېدونکى احمدضيا وايي، چې تېره ورځ په يتيمانو سيمه کې دوې ښځې او يو ماشوم وژل شوى، يو ماشوم او دوه ښځې ټپيانې شوې دي.
ياد ځايي خلک وايي، چې دغه مرګ ژوبله پر کورونو د راکټونو او نورو ګوليو د لګېدو له امله رامنځته شوې، خو دوى نه پوهېږي چې راکټونه او ګولۍ د چا له خوا ويشتل شوې دي.
احمدضيا وويل، چې د جالوخېلو په سيمه کې هم تېره ورځ نښته وشوه.
هغه وايي، چې ده د جالوخېلو په سيمه کې د ملي اردو شاوخوا لس ټپيان او مړي موټرو ته د پورته کېدو پر مهال ليدلي دي.
دى وايي، چې دولتي ځواکونو په سيمه کې شپږ تنه نيولي خو طالبان نه دي.
خو د کاپيسا چارواکي د ځايي خلکو يادې څرګندونې بې بنسټه بولي.
طالب وياند ذبيح الله مجاهد ويلي، چې تېره ورځ د جالوخېلو په سيمه کې د وسلوالو طالبانو او ملي اردو د ځواکونو ترمنځ په يو ساعته نښته کې د ملي اردو درې سرتېري وژل شوي او شپږ نور ټپيان دي.
دى وايي، چې په دې نښته کې طالبانو ته مرګ ژوبله نه ده اوښتې.
دغه راز مجاهد وايي، چې د يتيمانو په سيمه کې پر يو کور د دولتي ځواکونو د هاوان د ګولۍ د لګېدو له امله يو ماشوم او يوه ښځه وژل شوې او يو ماشوم او يوه ښځه ټپيان دي.
تګاب د کاپيسا له نا امنو ولسواليو ده، چې ځينې سيمې يې د د دولت د وسلوالو مخالفينو په واک کې دي.