جلال اباد (پژواک ١٦ لړم ٩١): تېره شپه ناوخته د ننګرهار د ملکي روغتون د ماشومانو په څانګه کې د برق شارټۍ له امله اورلګېدنې څلور ماشومان مړه کړي دي.
د نقيب الله په نوم يو تن چې زوى يې د ننګرهار په ملکي روغتون کې بستر دى، پژواک خبري اژانس ته وويل، تېره شپه يې په خپلو سترګو د څلورو ماشومانو جسدونه وليدل.
ده زياته کړه، ماشومان په اور نه و سوځېدلي، بلکې د لېږد پرمهال ځينو د يخنۍ او ځينو د اوکسيجن د کمښت له امله خپل ژوند له لاسه ورکړى دى.
د ننګرهار د ملکي روغتون رييس ډاکټر همايون زهير پژواک ته د اور لګېدل تاييد کړل، خو زياته يې کړه چې يواځې يوه ماشوم د انتقال په وخت کې ژوند له لاسه ورکړى دى.
دى زياتوي، اور د لس زره ډالرو په ارزښت مالي زيان هم اړولى دى.
د ننګرهار د ډاکټرانو د اتحاديې مسوول ډاکټر خوشحال تسل هم د څلورو ماشومانو مړينه مني او وايي: ((اوس دوى غواړي چې دا خبره پټه کړي، خو دا هېڅکله هم نه شي پټېداى؛ سهار همدغه صحي پرسونول ويل چې څلور ماشومان مړه دي، اوس چې رسنۍ خبرې شوي، خبره يې پټه کړه.))
هغه وايي: ((تر ټولو ښه ثبوت يې د ژورناليستانو نه خبرول وو.))
تسل زياتوي، په اور کې يواځې يو څو بړستنې او يو څو چوکۍ سوځېدلي، چې بيه يې هېڅکله هم لس زره ډالرو ته نه رسيږي.
د ننګرهار ملکي روغتون د زون په کچه لوى روغتون دى، چې ډېرى وخت د کونړ، نورستان او لغمان ولايتونو ناروغان هم دغه روغتون ته د درملنې په موخه راځي.