Language

مومند: په تېرو شپږو مياشتو کې ٢٢٢ وسلوال مخالفين وژل شوي

جلال اباد (پژواک، ١٦ لړم ٩١): د لومړي نمبر سرحدي زون چارواکي وايي، په تېرو شپږو مياشتو کې يې ٣٠٦ د دولت وسلوالو مخالفينو ته مرګ ژوبله اړولې ده.

د لومړي نمبر سرحدي زون مطبوعاتي مسوول ادريس مومند د لړم په ١٦مه،پژواک خبري اژانس ته وويل، په تېرو شپږو مياشتو کې د لومړي نمبر سرحدي زون پوليسو ٩٠١ ګزمې، ٥٥ کمينونه او ٦٤ بېلابېل عمليات کړي، چې د وړمو شپږو مياشتو په پرتله يې ښې لاسته راوړنې لرلې دي.

 مومند زياته کړه، په تېرو شپږو مياشتو کې يې ٢٢٢ وسلوال مخالفين وژلي او ٨٤ نور يې ټپيان کړي دي.

 د ده په وينا: ((سرحدي پوليسو ٥٨ تومانچې، څلور کلاشينکوفونه،٦ چرييز ټوپکونه، ١٠٤٥ فيره مهمات، ٩٨ شاجورونه، شپږ د وسايطو ضد ماينونه او٨٦٠ مخابرې نيولې دي.))

 مومند وايي، له دې سره په خوا کې يې يوه اندازه چرس، امونيم نايترېت، چارتراش او داسې نور قاچاقي توکي هم نيولي، چې په تور يې ١٨ تنه مجرمين دولت ته سپارلي دي.

 د سرحدي زون مطبوعاتي مسوول زياتوي، د پخوا په پرتله په تېرو شپږو مياشتو کې په سرحدي ولسواليو کې د وسلوالو مخالفينو په بريدونو کې پنځوس سلنه کمښت راغلى دى.

 ادريس مومند وايي، وسلوالو مخالفينو په تېرو شپږو مياشتو کې پر سرحدي پوليسو ٢٤٦ بريدونه کړي او د دوى په وسايطو ١٨ چاودنې هم شوي، چې اتلس سرحدي پوليس په کې وژل شوي او دولس نور يې ټپيان دي.