کندوز(پژواک ١٧ لړم ٩١): د کندوز په چهاردرې ولسوالۍ کې د امنيتي ځواکونو د عملياتو پر مهال يو طالب قوماندان وژل شوى دى.
د کندوز د امنيه قوماندانۍ مطبوعاتي مسوول سيد سرور حسيني پژواک اژانس ته وويل، دغه طالب قوماندان قاري عزت الله نومېده او تېره شپه د نهر صوفي کلي په يوه کور کې د ملي او سيمه ييزو پوليسو په عملياتو کې ووژل شو.
هغه وويل، د ياد قوماندان مړى د امنيتي ځواکونو لاس ته ورغلى او له هغه يې يو ميل کلاشينکوف او څو شاجورونو هم ترلاسه شوي دي.
حسيني زياته ګړه، چې قارې عزت الله له څلور کلونو را په دېخوا د طالبانو د يوه مهم قوماندان په توګه په چهاردره کې فعاليت کاوه او د سړک غاړې د ماينونو او نور ورانکاره کړنو مشري يې پر غاړه درلوده او زياتوي چې په وژنې سره به يې د سيمې امنيت ښه شي.
د نهر صوفي کلې اوسېدونکي ٣٧ کلن عبدالرووف وايي، امنيتي وضعيت د اندښنې وړ دى، خلک له ماښام وروسته له خپلو کورونو نه شي وتلى.
هغه زياته کړه: “طالبان د شپې له خوا په کلو کې کرځي را ګرځي، که څوک له کورونو را ووځي نو ځوروي يې.”
همدارنګه، د چهادرې د نو اباد کلي اوسېدونکي ٣٠ کلن رحيم الله وويل، دلته امنيتي وضعه ښه نه ده، لازمه ده چې امنيتي ځواکونه د طالبانو په مقابل کې چاڼيز عمليات ترسره کړي.
خو د کندوز د والي وياند وايي، چي امنيت اوس ښه دى، تر هغو چې په سيمه کې د مخالفينو فعاليتونه له منځه نه وي وړل شوي، پر وړاندې به يې عمليات دوام ولري.
طالبانو تر اوسه د نوموړي قوماندان د وژل کېدو په اړه څه نه دي ويلي.
د يادونې ده چې امنيتي چارواکو دوه اوونۍ وړاندې د کندوز لپاره د طالبانو د والي ملا عبدالرحمن او د هغه د دوو ساتونکو د نيولو خبر ورکړى و.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP