جلال اباد (پژواک ١٨لړم ٩١) : د لغمان ولايت په بادپښ ولسوالۍ کې نن سهار د (لړم ١٨مه ) د ماين د چاودنې له امله د ملي اردو پنځه سرتېري ووژل شول او يوتن ټپي شو .
دغه ټکى د لغمان د والي وياند سرحدي ځواک د لړم په ١٨مه پژواک اژانس ته په ډاګه کړ.
نوموړي وويل ، چې د سړک د غاړې د ماين چاودنه نن سهار اته نيمې بجې د بادپښ په تودې چينې سيمه کې د ملي اردو په رېنجر موټر رامنځته شوې ده .
ده زياته کړه ، چې په دې چاودنه کې پنځه د ملي اردو سرتېري ځاى پرځاى وژل شوي او يو بل ټپي دى ، چې د درملنې په موخه روغتون ته وړل شوى دى .
ځواک زياته کړه ، چې د ملي اردو مسوولينو ته په ياد سيمه کې د ماينونو د ځاى پرځاى کولو خبر هم رسېدلى او د ملي اردو مسوولينو له خپلو سرتېرو څخه غوښتي و ، تر هغه مهال چې دوى سيمې ته خپله تخنيکي ډله ليږي، بايد دوى پلي لاړ شي .
دده په خبره ، چې د ملي اردو دغه سرتېري له مخکې څخه د بل ځاى پرځاى شوي ماين قرباني شول .
د سليم په نامه د پېښې يوه عيني شاهدپژواک اژانس ته وويل ، چې ده د ملي اردو د اوو تنو سرتېرو جسدونه وليدل .
هغه زياته کړه ، چې په دې چاودنه کې د ملي اردو رېنجر موټر په بشپړه توګه ويجاړ شوى دى .
ددولت وسلوالو مخالفينو تراوسه پورې ددې پېښې په اړه څه نه دي ويلي .