Language

سيلاب قول اردو : په تېرو اتو مياشتو کې ٢٣٧ وسلوال مخالفين وژل شوي

جلال اباد( پژواک ١٨ لړم ٩١ ) : په ختيځ کې د ٢٠١ سېلاب قول اردو وايي ،چې په تېرو اتو مياشتو کې د بېلا بېلو عملياتو په ترڅ کې يې ٢٣٧ وسلوال مخالفين وژلي دي.

د سيلاب قول اردو قوماندان تورنجنرال محمد زمان وزيري دغه څرګندونې پرون ناوخته ( د لړم په ١٧مه) د لغمان په ګمبيري سيمه کې د قول اردو په مرکز کې د يوې خبري غونډې پر مهال کړې دي.

هغه زياته کړه، چې په تېرو اتو مياشتو کې يې ٢٣٧ تنه د دولت مخالفين وژلي،٢٦ يې ټپيان کړي او ٦٣ نور يې ژوندي نيولي دي.

نوموړى وايي، چې په تېرو اتو مياشتو کې يې ٢٠٢  مستقل عمليات اجرا کړي او پاتې اتيا يې له  ايساف ځواکونو سره يوځاى ترسره کړي دي.

جنرال وزيري وويل : (( موږ اوس د سرباز ٣ په نوم د کاپيسا په تګاب ولسوالۍ کې عمليات پيل کړي، چې  ١٣ مخالفين پکې وژل شوي او ١١ يې ټپيان دي .))

د هغه په وينا، په تګاب ولسوالۍ کې يې د نوموړې ولسوالۍ لپاره د طالبانو ولسوال ملا محب الله لنګ  هم وژلى او ١٢حلقې د وسايطو ضدماينونه يې هم نيولي دي.

تورنجنرال وزيري زياتوي ،په کومو سيمو کې چې د امنيت د لېږد بهير ترسره شوى په هغو سيمو کې د پخوا په پرتله د ملي اردو په هڅو امنيت ښه شوى.

هغه د بېلګې په توګه د کاپيسا ولايت د تګاب ولسوالۍ يادوي ، چې تصفوي عمليات يې په کې ترسره کړي او  امنيتي ځواکونه پکې ځاى پر ځاى شوي دي.

ده زياته کړه : ((که د کونړ ولايت ته وګورو پخوا يواځې زموږ په ننګلام کې يو کنډ و، نور د وټه پور نه تر ننګلام پورې ساحه د دښمن په لاس کې وه ، مګر دخداى په فضل موږ اوس هلته څلور مرکزونه جوړ کړي او زموږ يو رېنجر کولى شي ، چې له وټه پور نه ننګلام ته لاړ شي. ))

د سيلاب قول اردو قوماندان وايي ، چې په اوس وخت کې ملي اردو هوايي ځواک ته سخته اړتيا لري او په کار ده ، چې په دغه ځواک هم سمبال شي.

ياده دې وي ، چې د ٢٠١ يو سيلاب قول اردو د هېواد  په اوو ولايتونو کې فعاليت کوي، چې په اکثرو کې يې د امنيت د ليږد بهير تر سره شوى دى.

 

Related Topics