Language

په کاپيسا کې د دولت ١٣وسلوال مخالفين  وژل شوي دي

محمودراقي(پژواک ١٨لړم٩١):دولتي چارواکي په کاپيساکې د ٢٤ وسلوالو طالبانو د مرګ ژوبلې خبر ورکوي،خو ځايي خلک وايي،چې هلته د يو شمېر طالبانو تر څنګ  ١٧ ملکي وګړيو ته هم مرګ ژوبله اوښتې ده.

دولتي ځواکونو د لړم په ١٥مه د کاپيسا په تګاب ولسوالۍ کې د دولت د وسلوالو مخالفينو پر ضد چاڼيز عمليات پيل کړل . دغه عمليات تېره ورځ ناوخته پاى ته ورسېدل.

د تګاب امنيه قوماندان شېرشاه يوسفزي پژواک خبري اژانس ته وويل ، چې په دې عملياتو کې ١٣د دولت وسلوال مخالفين وژل شوي او ١١نور ټپيان دي.

دى وايي، چې د شپږو وسلوالو مخالفينو مړي د جګړې په سيمه کې پاتې وو ، چې د سيمې سپين ږيرو ته وسپارل شول .

هغه زياته کړه ، چې په دې عملياتو کې د ملي اردو دوه سرتيري ، يوه ښځه او يو ماشوم هم ټپيان شوي او پنځه وسلوال مخالفين ژوندي  نيول شوي دي.

هغه وويل، نه پوهيږي ، چې ياده ښځه او ماشوم د نښتې پر مهال د چا په ډزو ټپيان شوي دي .

د کاپيسا د والي وياند قيس قادري او ددې ولايت د ولايتي شورا رييس محمدحسين هم د يوسفزي څرګندونې تاييد کړې.

خو د تګاب د ميراخېلو د سيمې اوسېدونکي عبدالرقيب پژواک خبري اژانس ته وويل ،چې په  يادوعملياتو کې شپږ ملکي وګړي وژل شوي او ١١ نور ټپيان دي .

دده په وينا، په وژل شويو ملکي وګړيو کې د يتيمانو د سيمې اوسېدونکې دوې ښځې او يو ماشوم او د ملايانو د کلي اوسېدونکي دوه ماشومان او يوه ښځه شامل  دي .

دى وايي، چې ١١ ټپي شوي ملکي وګړي چې ښځې او ماشومان هم په کې شامل دي ، ددې ولسوالۍ د بېلابېلو سيمو اوسېدونکي دي .

هغه په دې اړه ، چې ملکي کسانو ته د چا لخوا مرګ ژوبله اوښتې ، وويل :” نه پوهېږم ، ځکه چې جنګ و ، موږ له کورونو نه شواى وتلى . “

د يادونې ده ،چې د لړم په ١٥مه هم د تګاب ځينې اوسېدونکيو ويليو، چې په يادو عملياتو کې شپږو تنو ښځو او ماشومانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده .

يوسفزى  وايي ، چې په يادو عملياتو کې دوه تنه وسلوال طالبان هم وژل شوي او درې نور ټپيان دي.

د سرچينې د څرګندونو له مخې، د عملياتو پر مهال دولتي ځواکونو د دې ولسوالۍ د يتيمانو ، ميراخېلو ، جويبار او ځينې نورې سيمې تر خپل کنټرول لاندې راوستې ، خو  د دولتي ځواکونو تر وتو وروسته ، يادو سيمو ته بېرته وسلوال مخالفين ورغلي دي .

د طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد ويلي ، چې د لړم له ١٥مې تر دې دمه په تګاب کې د ملي اردو ٥ سرتيري وژل شوي او اته  نور ټپيان دي .

 تګاب د کاپيسا ولايت له ناامنو ولسواليو څخه دى ، چې ځينې سيمې يې د دولت د وسلوالو مخالفينو په واک کې دي.