ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

ځوانان دې په نظام کې د ټاکونکي رول هڅه وکړي

ځوانان دې په نظام کې د ټاکونکي رول هڅه وکړي

کابل(پژواک١٨ لړم٩١): افغانستان به تر لاسه شوي پرمختګونه او ارزښتونه له لاسه ورنه کړي او افغان  ځوانان بايد په اوسني نظام کې د ټاکونکي رول د ترلاسه کولو لپاره هڅې وکړي.

دغه څرګندونې د ځوانانو د هغې غونډې د ويناوالو خبرې دي، چې په کابل کې د افغانستان د ملت ګوند لخوا ” د بدلون په لسيزه کې د ځوانانو او تحصيل لرونکيو د ونډې”  په نوم جوړه شوې وه.

دې غونډې ته د بهرنيو چارو وزارت سياسي مرستيال جاوېد لودين، د ولسمشر پخوانى وياند وحيد عمر، د ولسي جرګې غړې فوزيه کوفي او په کابل کې د  غرجستان د لوړو زده کړو  د موسسې مشر حسن رضايي وينا وکړه.

لودين وويل چې، ځوانانو په تېرو لسو کلونو کې د تحصيل او په حکومت کې د ونډې په ګډون په بېلابېلو برخو کې د پام وړ پرمختګونه کړي دي.

ده د ځوان او پرمختګ غوښتونکي فکر رامنځته کول د ځوانانو دنده وبلله او ويې ويل چې ځوانان بايد  په دې لاره کې خپلې روانې هڅې جاري وساتي.

دى وايي چې په افغانستان کې د اوسني نظام سره راغلي پرمختګونه او ارزښتونه به له لاسه ورنکړل شي او په هېواد کې به  د اوسنيو پرمختګونو او لاسته راوړنو په ساتلو سره د سولې هڅې کېږي.

 خو لودين وويل چې يواځې د جګړې نه شتون په هېواد کې د سولې په معنى نه دى، بلکې د سولې لپاره بايد سوله ييز فکرونه او ارزښتونه په ټولنه کې رامنځته شي.

دده په خبره په افغانستان کې د څو لسيزې جګړې له امله جګړه ييز ذهنيتونه رامنځته شوي، چې د لرې کولو لپاره يې بايد ځوانان  تعصب او نور منفي فکرونه لمنځه يوسي.

د ولسمشر پخواني مرستيال وحيد عمر هم غونډې ته په خپله وينا کې په تېرو لسو کلونو کې د اوسني نظام په چوکاټ کې د ځوانانو ونډه د پام وړ وبلله.

خو عمر وويل چې په دغو کلونو کې د ځوانانو ونډه ټاکونکې نه وه او په راتلونکې کې پکار ده چې ځوانان په نظام کې د ټاکونکي رول لپاره هڅې وکړي.

ده وويل چې په تېرو لسو کلونو کې تر ډېره له ځوانانو   موخو ته د رسېدو  د وسيلې په توګه کار اخستل شوى دى .

همداراز وحيد عمر وويل چې په افغانستان کې د نظام په برخه کې شوي پرمختګونه بېرته ستنېدونکي نه دي او له   ځوانانو يې وغوښتل چې په دې اړه د  اندېښنو د لرې کولو لپاره په خپل هېواد کې پاتې شي.

ده وويل چې په تېر يوه کال ډېر تحصيل لرونکي ځوانان چې اوسني نظام له لارې يې په تېرو کلونو کې امتيازونه تر لاسه کړل ،  د همدې اندېښنو له امله نورو هېوادونو ته تللي دي.

 ده له ځوانانو وغوښتل چې د بدلون د لسيزې (٢٠١٤-٢٠٢٤) د برياليتوب لپاره په راتلونکو   ټاکنو کې ونډه واخلي.

 دده په خبره په راتلونکيو ټاکنو کې دقيق انتخاب او په هېواد کې د قدرت سوله ييز لېږد به د بدلون په لسيزه کې د افغانستان د لا پرمختګ لامل شي.

ټاکل شوى چې د ولسمشرۍ او ولايتي شوراګانو ټاکنې د ١٣٩٣ کال د وري په ١٦مه تر سره شي .

تاکل شوې چې په همدې کال کې ټول مسووليتونه له  بهرنيو ځواکونو افغانانو ته وسپارل شي او د ٢٠١٤ کال تر پايه بهرني ځواکونه له افغانستان څخه ووځي.

د غرجستان د لوړو زده کړو موسسې مشر حسن رضايي په نننۍ ناست کې  بيا دفرهنګ او سياست ترمنځ پر اړيکو خبرې وکړې.

ده وويل چې نور بايد په افغانستان کې نويو ارزښتونو ته پام وشي او پخواني ناسم دودونه تعقيب نشي.

رضايي وايي، چې د نړۍ په بدلون سره فرهنګي ارزښتونو بدلون موندلى او نور بايد خلک د نويو فرهنګي ارزښتونو په اړه فکر وکړي.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.