ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

حقاني شبکې ته د وسلو او مهماتو د برابرولو په شک يوتن ونيول شو

حقاني شبکې ته د وسلو او مهماتو د برابرولو په شک يوتن ونيول شو

کابل(پژواک١٩لړم٩١): آيساف ځواکونه وايي ،چې د يو لړ عملياتو په ترڅ کې يې په خوست کې حقاني شبکې ته د وسلو او مهماتو د برابرولو په شک يوتن نيولى دى.

 ايساف نن ( دلړم ١٩ مه )  پژواک ته په رالېږلې خبرپاڼه کې ويلي، چې نيول شوي شکمن حقاني شبکې ته د خوست له لارې، د وسلو او په سړک کې ځاى پرځاى کېدونکي مهمات او وسلوال برابرول.

 خو ايساف د نوموړي هويت نه دى په ډاګه کړى او د هغه د نيول کېدو دقيق ځاى يې هم نه دى څرګند کړى.

 سرچينې ليکلي، چې د عملياتو په ترڅ کې ايساف ځواکونو دوه تنه نور شکمن له يوې اندازې چاودېدونکيو توکيو، لاسي بمونو، په لاس جوړ کړيو توکيو او وسلو سره نيولي دي.

 ايساف په خپله خبرپاڼه کې همداراز ويلي ،چې د يادې شبکې يو بل غړى يې په لوګر کې نيولى دى، چې ددې ولايت په جنوبى سيمو کې يېد افغان او ايساف ځواکونو پروړاندې حملې طرحه او ترسره کولې.

 حقاني شبکه د افغان دولت له وسلوالو مخالفو ډلو څخه شمېرل کېږي، چې د جلال الدين حقاني لخوا رامنځته شوې ده.

 افغان حکومت وايي ، چې دا ډله د ډيورنډ د پولې پورې غاړه په شمالي وزيرستان کې مېشته ده او له هغه ځايه پر افغان او بهرنيو ځواکونو بريدونه پلانوي.

ملګرو ملتونو هم ويلي ،چې حقاني شبکه په افغانستان کې په خونړيو بريدونو کې ښکېله ده.

 دوه ورځې مخکې د ملګرو ملتونو امنيت شورا دغه ډله په خپل تور ليست کې شامله کړه.

 په ترهګرې ډلې د اړول کېدو موخه دا ده، چې هېڅ امريکايي کمپنۍ او نور خلک يې له يادې ډلې سره هېڅ ډول اړيکې نه شی درلوداى او په امريکا کې د دې ډلې شتمنۍ هم کنګل کېږي.

 تردې وړاندې د امريکا د بهرنيو چارو وزارت هم حقاني شبکه د ترهګرو ډلو په ليست کې شامل کړې ده.

 

                                                                                                                                                                                               

 

 

 

 

 

Views: 9

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.