Language

لغمان کې مطبوعاتي مرکز جوړېږي

جلال اباد(لړم١٩مه،٩١) : د لغمان په مرکز مهترلام ښار کې نن د دانش په نامه د يوه مطبوعاتي مرکز د بنسټ ډبره کېښودل شوه.

ددې مرکز جوړوونکي اسد دانش پژواک خبري اژانس ته وويل ، چې دانش مطبوعاتي مرکز به تر جوړېدو وروسته په اف ايم موج کې خپرېدونکې راډيو، مجهز کتابتون، مطبعې، خپرندويه ټولنې او انټرنټ کلب سمبال کړي.

دده په خبره ، دغه مطبوعاتي مرکز به د غونډو يو تالار هم ولري، چې مطبوعاتي غونډې او مشاعرې به پکې ترسره کېږي.

په دې مرکز ټولټال ١٦٠ زره امريکايي ډالر لګښت راځي، چې يواځې شاوخوا ٢٠ زره يې دانش ورکوي او پاتې نور يې د نوموړي په خبره د فرهنګيانو او نورو مرسته کوونکيو بنسټونو لخوا برابرېږي.

ده وويل، چې که مرسته ورسره وشي، نو د مرکز ودانۍ به ډېر ژر جوړ شي، خو کره نېټه يې ونه ښوده.

د دانش په خبره، له دې مطبوعاتي مرکز څخه به ژورناليستان، ليکوالان او نور عام وګړي په وړيا توګه ګټه پورته کړي.  

دانش زياته کړه:”موږ يواځې او يواځې د ټولنې د خدمت لپاره دغه پروګرام په لاره اچولى او غواړو چې خپلې ټولنې ته خدمت وکړو.”

نوموړي وويل، چې په لغمان کې د مطبوعاتي مرکز د جوړولو کلک هوډ يې کړى وو.

ده له ليکوالو او ژورناليستانو وغوښتل، چې ددې مرکزپه ښه والي او پرمختګ کې ورسره مرسته وکړي.

د بنسټ ډبرې د اېښودو په نننيو مراسمو کې د لغمان د والي فضل الله مجددي سربيره د سردار محمد داود خان لمسي سردار زمري، د ختيځو ولايتونو يو شمېر ليکوالو او ژورناليستانو او ځينو نورو مېلمنو ګډون کړى و.

د لغمان والي ډاکټر فضل الله مجددي د ياد مطبوعاتي مرکز په جوړېدو خوښي څرګنده کړه او دا يې د لغمان د خلکو لپاره يوه لويه لاسته راوړنه وبلله.

مجددي له دې مرکز سره د مرستې ژمنه وکړه، خو په دې اړه يې نور معلومات ورنکړل.

د ختيځې سيمې د ليکوالو او ژورناليستانو د اتحاديېمشر او د کابل پوهنتون استاد پوهندوى لال پاچا ازمون هم وويل ، چې دا ډول فرهنګي مرکزونه د ځوانانو لپاره د روزنې تر ټولو ښه وسيله ده.

ازمون زياته کړه:” دغه ډول مرکزونه په هېواد کې د سولې او امن د فرهنګ د دودولو لپاره تر ټولو ښه زيرى ګڼلى شو.”

 ده وويل،چې له دې  مرکز سره هر ډول مرستې ته چمتو دى.