Language

د نیمروز والي : ایراني سرحدي ځواکونو دراکټي بریدونو شفاهي بخښنه غوښتې

هرات ښار ( پژواک ۲۰ لړم ۹۱ ) : د نیمروز والي وایي چې ایراني سرحدي ځواکونو ددې ولایت له سرحدي ځواکونو د راکټي بریدونو په اړه شفاهي بخښنه غوښتې ده، چې دوی ته دمنلو وړ نه دي.

د نيمروز والي محمد سرور ثبات تیره اونۍ پژواک خبري اژانس ته ويلي و ، چې د ايراني ځواکونو له خوا ددې ولايت پر سرحدي سيمو پامير، کامياب او حاکمې پوستې لسګونه راکټونه توغول شوي وو.

هغه زياته کړې ، چې ذغه راکتي بريدونو مرګ ژوبله نه درلوده.

سرور ثبات نن پژواک اژانس ته وویل چې ایراني سرحدي ځواکونو ددې راکټي بریدونو په اړه د افغانستان دسرحدي ځواکونو کمیسارۍ ته شفاهي معذرت کړی، خو دایران دولت تراوسه رسمي بخښنه نه ده غوښتې.

نوموړی وایي چې شفاهي بخښنه دوی ته د منلو وړ ده او ددې ولایت امنیتي او ملکي ارګانونو ددې بریدونو په اړه پلټنې پیل کړې دي.

په کابل کې چارواکو هم ویلي چې پر نيمروز ولايت د ايراني ځواکونو له خوا د راکټي بريدونو په اړه پلټنې پيل شوې دي.

د کورنيو چارو  وزارت وياند غلام صديق صديقي پژواک ویلي وو چې د يادو بريدونو په اړه يې د نيمروز چارواکو په همکارۍ پلټنې پيل کړې دي .

دغه راز د ملي امنيت دلوى رياست د وياند مرستيال شفيق الله طاهري نن په کابل کې ديوې خبري غونډې پر مهال وويل، چې د نيمروز والي دوى ته هم معلومات ورکړي او د ملي امنيت ادارې په دې اړه پلټنې پيل کړې دي.

نوموړي په دې اړه نور جزئيات ورنکړل او ويې ويل چې وروسته به يې په اړه رسنيو سره معلومات شريک کړي.

ديادونې  ده ، چې تر دې مخکې دپاکستانيو ځواکونو له خوا د هېواد پر ختيځو سرحدي سيمو او په ځانګړې توګه د کونړ پر دانګام ولسوالۍ دا ډول بريدونه شوي دي.

د ځايي چارواکيو د معلوماتو له مخې، د روان لمريز کال له پيل راهيسې پر کونړ ولايت نږدې دوه زره بريدونه شوي ، چې له امله يې تر ٦٠ زياتو ملکي وګړيو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.