Language

د۲۰ وسلوالو طالبانو د وژلو ادعا وشوه

محمودراقي (پژواک ٢٢ لړم ٩١): چارواکي وايي، چې د کاپيسا په تګاب ولسوالۍ کې د عملياتو پر مهال د نښتې په ترڅ کې د اردو يو سرتېرى او شل وسلوال طالبان وژل شوي او دوه سرتېري ټپيان دي.

د کاپيسا والي محراب الدين ساپي د لړم په ٢٢مه پژواک اژانس ته وويل، چې تېره شپه په تګاب ولسوالۍ کې د وسلوالو طالبانو يوې ډلې د ملي اردو پر امنيتي پوسته بريد وکړ، چې له امله يې په رامنځته شوې نښتې کې ياده مرګ ژوبله رامنځته شوه.

د هغه په وينا، په دې پېښه کې د غلام رباني په نوم د وسلوالو طالبانو يو مشهور قوماندان هم وژل شوى دى.

د تګاب ولسوالۍ د اديزيو سيمې اوسېدونکي حاجي ملامحمد هم پژواک اژانس ته د پېښې پخلى وکړ او زياته يې کړه، چې تېره شپه وسلوالو طالبانو د روسک په سيمه کې د ملي اردو پر پوسته بريد وکړ او له امله يې رامنځته شوې نښتې شاوخوا دوه نيم ساعته دوام وکړ.

د هغه په وينا، په سبا يې دوى وليدل، چې د طالب قوماندان غلام رباني په ګډون ګڼ شمېر وسلوال طالبان وژل شوي وو.

نوموړي زياته کړه، چې په وژل شوو طالبانو کې د تګاب او اله ساى ولسواليو ځوانان او يو شمېر بهرن طالبان هم شامل وو.

وسلوالو طالبانو په دې اړه تر اوسه څه نه دي ويلي، خو يو شمېر سيمه ييز طالبان بيا وايي، چې په دې پېښه کې د دوى يو شمېر ملګري ټپيان شوي دي.

د يادونې ده، چې له څو کلونو راهيسې په تګاب ولسوالۍ کې وسلوال طالبان فعال دي او ډېرى مهال د افغان ځواکونو پر امنيتي پوستو بريدونه