Language

لمر تندر نيسي

کابل ( پژواک ٢٢ لړم ٩١ ) : د هېواد ستورى پېژندونکى عبدالله کندهارى وړاندوينه کوي ، چې سبا شپه دافغانستان په وخت لمر د پنځو ساعتونو لپاره تندر نيسي، په افغانستان کې نه ليدل کېږي، خو په لويديځو هيوادونو کې ليدل کيږي.

 

عبدالله کندهاري د لړم په ٢٢مه، پژواک خبري اژانس ته وويل ، چې دا لمر تندر به سبا د افغانستان په وخت د شپې په ١٢:٠٨ بجو پيل او د سهار په ٥:٠٨ بجو پاى ته ورسېږي.

هغه زياته کړه ، چې په افغانستان کې به شپه وي، ځکه نو لمر نه ليدل کېږي، خو په کومو هېوادونو کې ، چې ورځ وي، نو هلته به لمر د پنځو ساعتونو لپاره تندر نيسي.

کندهارى وايي ، چې د پنجشنبې په ورځ د لړم په ٢٤مه، به د ١٤٣٤ هجري لمريزکال د لومړۍ مياشتې ( محرم الحرام) لومړۍ ورځ هم وي.

نوموړي د امريکايي نجوميانو او ناسا ادارې هغه راپورونه په کلکه رد کړل ، چې د مرغومي په لومړۍ نېټه (ددسمبر په ٢١مه)  به دوه ورځې پرله پسې لمر تندر نسي.

د هغه په وينا، د نجوم  په علم کې هېڅ داسې نشته، چې دوه ورځې پرله پسې لمر تندر ونيسي او دا له امکان څخه لرې ده.