Language

نور: اوس مهال په هېواد کې جهاد ته اړتيا نشته

مزارشريف (پژواک ٢٢ لړم ٩١): د بلخ والي وايي، چې مجاهدينو خپله دنده ترسره كړې، اوسمهال نه جهاد ته اړتيا ده او نه د جهاد داعيې وركولو ته.

دغه څرګندونې د بلخ والي عطا محمد نور د لړم په ۲۲مه په مزارشريف كې د افغانستان او پاكستان لپاره د امريكا د ځانګړي استازي له مرستيال جيمز وارليك سره د ګډې خبري ناستې پر مهال، په هرات كې د مجاهدينو د نظامي شوار د جوړېدو په اړه د يوې پوښتنې په ځواب كې وكړې.

 

نوموړي وويل، چې دى د جمعيت ګوند د غړي او د اوبو او برېښنا وزارت د وزير اسماعيل خان پر ضد خبرې نه كوي؛ خو زياته يې كړه، چې افغانستان د يوه سمبال ملي ځواک لرونكى هېواد دى او بايد د هر ډول حالاتو د سمونې لپاره خپل پوليس پياوړي شي.

 

د هغه په وينا، مجاهدينو خپله دنده پر ځاى كړې، د جهاد د اړتيا پر مهال يې جهاد وكړ او د خپلو قربانيو له لارې يې خپل هېواد وساته.

 

د بلخ والي وويل: ((مجاهدينو خپله دنده ترسره كړې، اوسمهال نه جهاد ته اړتيا ده او نه د جهاد داعيې وركولو ته، موږ بايد ملي اردو او ملي پوليس پياوړي كړو.))

 

نوموړي زياته كړه، چې د ملي اردو او ملي پوليسو ليكې هم له مجاهدينو څخه ډكې دي او دا يې د ملي يووالي سمبول ياد کړ.

 

همداراز يې په كابينه او ولسي جرګه كې د مجاهدينو د شتون يادونه وكړه؛ خو په دې يې ټنيګار كاوه، چې اوس د جهاد وخت نه دى.

 

د بلخ والي، چې د افغانستان لپاره د امريكا له ځانګړي استازي سره يې په ګډه خبري ناسته كې خبرې كولې، وويل، چې دوى نن د ولسمشريزو ټاكنو، د امريكا او افغانستان ترمنځ د دوه اړخيز امنيتي تړون او همدا راز د هېواد د اقتصادي چارو په اړه يې خبرې وكړې.

 

د افغانستان او پاكستان لپاره د امريكا د ځانګړې استازي جيمز وارليك د امريكا او افغانستان ترمنځ دوه اړخيز امنيتي تړون خورا مهم وباله.

 

نوموړي زياته كړه، چې د نومبر پر ۱۵مه به د ياد امنيتي تړون رسمي خبرې پيل شي، چې بنسيټزه موخه يې د افغانستان او امريكا ترمنځ د همكارۍ اوږدېدل دي.

 

وارليك د يوې پوښتنې په ځواب كې د افغانستان او پاكستان د حالاتو د سمون لپاره هم د افغانستان او امريكا تر منځ كېدونكى امنيتي تړون مهم وباله.

 

نوموړي هغه اوازې رد كړې، چې ګواكې له ۲۰۱۴ كال وروسته به د افغانستان حالات خراب شي.

 

د هغه په وينا، دوى د افغانستان پر ملي ځواكونو باور لري او د افغانستان ښه راتلونكي ته خورا هيله من دى.