جلال اباد (پژواک ٢٢ لړم ٩١): ځايي چارواکي وايي، چې ناپېژانده وسلوالو د ننګرهار په غني خېلو ولسوالۍ کې يو تن بهرنيو ځواکونو ته د جاسوسۍ په تور وژلى دى.
د ننګرهار د امنيه قوماندانۍ مطبوعاتي مسوول حضرت حسين مشريقيوال د لړم په ٢٢مه پژواک خبري اژانس ته وويل، چې دا پېښه د غني خېلو ولسوالۍ د ګولايي په سيمه کې رامنځته شوې ده.
هغه زياته کړه، چې وژل شوى تن خټګر و او له دولت او يا هم له بهرنيو ځواکونو سره يې هېڅ ډول اړيکې نه لرلې.
د ګولايي سيمې يو اوسېدونکى بلال وايي، چې وژل شوى کمال الدين نومېده او ډېرى وخت به يې د خښتو په بټيو کې کار کاوه.
نوموړى زياتوي، چې تېره شپه کمال الدين د لمانځه لپاره جومات ته په لاره و چې ناپېژانده وسلوالو وتښتاوه او وروسته يې مړى، چې يو ليک هم ورسره پروت و، وموندل شو.
هغه زياتوي، په ليک کې وسلوالو ليکلي چې نوموړي بهرنيانو ته جاسوسي کوله.
د يو بل خبر له مخې، د ننګرهار د امنيه قوماندانۍ مطبوعاتي مسوول حضرت حسين مشريقيوال وايي، چې د غني خېلو په ٢٧مه وياله کې يې پر دوو پاپېژانده وسلوالو موټرسايکل سپرو ډزې کړې او ټپي شوي دي.
نوموړى وايي، چې يو يې په ځايي روغتون کې تر درملنې لاندې دى او بل يې پېښور ته د درملنې په موخه استول شوى دى.
طالب وياند ذبيح الله مجاهد پژواک ته د دواړو پېښو په اړه ناخبري وښوده او زياته يې کړه، چې وسلوال طالبان د عامو خلکو په وژنو کې لاس نه لري.