Language

٢٠١ سېلاب قول اردو ٥٣ ميله وسلې ډاياک پروګرام ته وسپارلې

جلال اباد (پژواک ٢٢ لړم ٩١): د ٢٠١ سېلاب قول اردو مسوولينو نن، ٥٣ ميله بېلابېل ډول درنې او سپکې وسلې ډاياګ پروګرام ته وسپارلې.

د يادو قول اردو قوماندان تورن جنرال محمدزمان وزيري د دغو وسلو د سپارلو پر مهال پژواک خبري اژانس ته وويل، چې يادې وسلې درېيمې پلې لوا په کونړ، نورستان او لغمان ولايتونو کې د بېلابېلو عملياتو پر مهال له وسلوالو نيولې دي.

هغه زياته کړه، چې له دغو وسلو سره په تړاو يو شمېر کسان هم نيول شوي وو، چې څارنوالى ته معرفي شوي دي.

په لغمان کې له غير مسوولو وسلوالو څخه د وسلو د راټولولو د پروګرام (ډاياک) اوپراتيفي مسوول ډګروال شاه طاهر نوري پژواک ته وويل، چې په دغو ٥٣ ميله وسلو کې بېلابېلې درنې او سپکې وسلې شاملې دي.

د نوموړي په وينا، په دې وسلو کې پنځه ميله پيکا، څلور ميله ار پي جي راکټ، ٣١ ميله کلاشينکوفونه او ځينې نورې لس ټکه او پنځه ټکه وسلې شاملې دي.

هغه وايي، چې پخوا هم دېرش ميله وسله د ډاياک پروګرام ته سپارل شوې وه.

ياده دې وي چې د ٢٠١سېلاب قول اردو ځواکونه د هېواد په اوو ولايتونو پنجشېر، پروان،کاپيسا، ننګرهار، کونړ، لغمان او نورستان ولايتونو کې فعاليت کوي.