Language

په جلال اباد کې د لاسي صنايعو درې ورځنى نندارتون پرانيستل شو

جلال اباد (پژواک ٢٢ لړم ٩١): په جلال اباد ښار کې د مېرمنو د لاسي صنايعو نندارتون پرانيستل شو.

 

ياد نندارتون، چې نن (د لړم ٢٢مه) په شېرزي لوبغالي کې په افغانستان کې د ښځو او ماشومانو د ظرفيت لوړونې موسسې او د ننګرهار د ښځو چارو رياست له لوري په لاره اچول شوى و، په کې په لسګونو ښځينه سوداګرو او صنعت کارانو ګډون کړى و.

 

د ننګرهار د ښځو چارو رييسې انيسې عمراني پژواک اژانس ته وويل، چې ياد نندارتون يې په دې موخه په لاره اچولى، ترڅو په ټولنه کې د ښځينه کهول سوداګري وده وکړي.

 

نوموړې زياته کړه: ((په دغه نندارتون کې ډېرو خويندو خپل لاسي صنايع وړاندې کړل، چې تر نورو يې بازار ډېر ښه دى.))

 

په افغانستان کې د ښځو او ماشومانو د ظرفيت لوړونې موسسې مسوولې نوريې منصف پژواک اژانس ته وويل، چې په دغه نندارتون کې پر کابل سربېره د ځينو نورو ولايتونو ښځينه صنعت کارانو برخه اخيستې او خپل لاسي صنايع يې نندارې ته وړاندې کړي دي.

 

هغه وايي: ((ښځې کولاى شي، چې سوداګري وکړي، د خپل ژوند اسانتياوې په خپله ځان ته برابرې کړي، موږ په نږدې راتلونکي کې نور نندارتونونه هم په پلان کې لرو.))

 

نوموړې زياته کړه، چې په دغه نندارتون کې لاسي جوړې شوې جامې، دست بندونه، د خونې نور زينتي توکي او داسې نور شامل دي.

 

د زر دوزۍ موسسې يوه کارمنده چې خپل توليدي توکي يې نندارې ته وړاندې کړي، وايي، چې دولت بايد له دوى سره د اومو موادو په برخه کې مرسته وکړي.

 

هغې وويل، چې دوى اومه مواد له نورو هېوادونونه راوړي، چې له ډېرو ستونزو سره يې مخ کړي دي.

 

د ننګرهار امنيه قوماندان مل پاسوال عبدالله ستانکزي، چې له نندارتونه يې ليدنه کوله، پژواک اژانس ته وويل، چې ښځو ته يې د هر ډول امنيتي ننګونو په برخه کې مخکې هم کار کړى او بيا به يې هم وکړي.

 

د هغه په وينا، د ښځو لپاره خو په اوس وخت کې ډېره امنيتي ستونزه نشته، خو دوى بيا هم هڅه کوي، چې د ستونزې په وخت کې ورسره مرسته وکړي.

 

د يادونې ده، دغه لومړى نندارتون دى، چې په افغانستان کې د ښځو او ماشومانو د ظرفيت لوړونې موسسې او د ننګرهار د ښځو چارو رياست په همکارۍ په ننګرهار کې جوړيږي.