Language

په ننګرهار کې يو پخوانى جهادي قوماندان ووژل شو

جلال اباد ( پژواک ٢٢ لړم ٩١ ) : ناپېژانده وسلوالو د ننګرهار په چپرهار ولسوالۍ کې يوتن پخوانى جهادي قوماندان وواژه.

د ننګرهار د امنيه قوماندانۍ وياند حضرت حسين مشرقيوال دلړم په ٢٢مه، پژواک خبري اژانس ته وويل، چې دا پېښه نن له غرمې وروسته په درېيو بجو د چپرهار ولسوالۍ د خواجه صاحب د هديرې په سيمه کې رامنځته شوې ده.

هغه زياته کړه ، چې ناپېژاندو ولسوالو پر يوه کرولا موټر ډزې کړي، چې پکې ناست دوه تنه وژل شوي او دوه نور ټپيان دي.

نوموړي ياد کسان ملکي وګړي وبلل او زياته يې کړه ، چې پوليسو په سيمه کې پلټنې پيل کړې دي.

د چپرهار ولسوالۍ د پراختيايي شورا مشر حاجي صديق الله پېښه تاييد او زياته يې کړه ، چې په دې بريد کې د حزب اسلامي پخوانى جهادي قوماندان تازه ګل له خپل موټر چلوونکي سره وژل شوى دى.

د هغه په وينا، په دې بريد کې يې دوه نور ملګر  ټپيان شوي، چې نږدې کلينيک ته وړل شوي ، خو د هغوى د روغتيايي حالت په اړه يې معلومات نه درلودل.

طالب وياند ذبيح الله مجاهد پر دې پېښې خواشيني وښوده او زياته يې کړه ، چې دوى په دې بريد کې لاس نه لري.

Related Topics