چاريکار ( پژواک ٢٢ لړم ٩١ ) : د پروان ولايت پوليسو د پنځو باج اخيستونکو په ګډون ٩ تنه نيولي دي.
ددې ولايت د امنيه قوماندانۍ د امنيت امر جنرال ضياء الرحمن فايز سيدخېلي دلړم په ٢٢مه، پژواک خبري اژانس ته وويل ، چې ياد کسان نن د ولايت په مرکز چاريکار او بګرام ولسوالۍ کې نيول شوي دي.
هغه زياته کړه ، چې پوليسو په چاريکار ښار کې پنځه داسې کسان نيولي، چې له شتمنو خلکو يې باج اخيسته.
د نوموړي په وينا، دې کسانو هغو شتمنو ته د مرګ او تښتونې ګواښنه کوله ، چې چا به پيسې نه ورکولې .
دغه راز سيدخېلي وويل ، چې پوليسو په بګرام ولسوالۍ کې دوه غير مسوول وسلوال هم نيولي دي.
دى وايي، چې پوليسو دغه راز د ولايت په مرکز کې د نشه يي توکيو يو قاچاقچي او يو د موټرو تښتوونکى هم نيولي دي.
د امنيت امر وايي، چې له نيول شويو کسانو څخه پلټنې پيل شوې دي.