ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

دلاوري: بهر ته د پيسو ناقانونه ويستلو د افغانۍ ارزښت ټيټ کړى

دلاوري: بهر ته د پيسو ناقانونه ويستلو د افغانۍ ارزښت ټيټ کړى

author avatar
13 Nov 2012 - 17:01
دلاوري: بهر ته د پيسو ناقانونه ويستلو د افغانۍ ارزښت ټيټ کړى
author avatar
13 Nov 2012 - 17:01

کابل (پژواک٢٣لړم٩١): د افغانستان بانک چارواکي وايي، چې له هېواد څخه په ناقانونه توګه د پيسو وېستل د دې لامل شوي، چې د بهرنيو اسعارو پر وړاندې د افغانۍ بيه راولوېږي.

خو د دغه بانک چارواکي وايي، چې د افغانۍ د ارزښت ساتلو لپاره پوره امکانات په واک کې لري او د اړتيا په وخت کې به ترې کار واخلي.

په تېرو لسو کلونو کې د بهرنيو اسعارو په تېره بيا د ډالر پر وړاندې د افغانۍ بيه تر ټولو ټيټې کچې ته لوېدلې ده. نن په کابل کې يو ډالر په څه باندې ٥٥ افغانيو پېرل کېږي.

د افغانستان بانک رييس نورالله دلاوري نن په کابل کې خبري ناستې ته وويل، چې په بازار کې د بهرنيو اسعارو پر وړاندې د افغانۍ د بيې ټېټېدل کورني اقتصادي عوامل نه لري.

ده وويل، چې د افغانۍ د بيې ټېتېدل کوم اقتصادي لامل ځکه نه لري؛ چې د افغانستان ناخالص ملي عوايد تېر کال ٣،٥ فيصده و، خو سږ کال دغه کچه تر ٧ سلنه ډېره ده.

دلاوري وايي، چې تېر کال په بازار کې د افغانيو تورم ١١ سلنه وو، خو سږ کال دغه کچه ٥،٤ ته راټيټه شوې ده او له بلې خوا د افغانستان بانک د زېرمه شوو پيسو کچه له ٦ ميليارده امريکايي ډالرو څخه ٧ ميليارده ډالرو ته لوړه شوې ده.

دلاوري له افغانستان څخه په غير قانوني ډول ګاونډيو او نورو هېوادونو ته د اسعارو ايستل او په نړيواله کچه د بانکونو او پيسو تزلزل هغه عوامل وبلل چې د افغانۍ پر ارزښت يې اغېز کړى دى.

هغه وويل، چې ځيني کسان د راکړې ورکړې د جعلي اسنادو له مخې په افغانستان کې د خصوصي بانکونو له لارې اسعار بهر ته لېږدوي.

دلاوري په دې اړه نور جزئيات ورنه کړل خو ويې ويل، چې که دغه جعل کاران وپېژندل شي نو څارنوالۍ ته به يې ور وپېژني.

دى وايي، چې د افغانستان بانک له هېواد څخه د اسعارو د وتلو د مخنيوي لپاره جدي ګامونه اخلي.

دلاوري په دې برخه کې له صرافانو د همکارۍ غوښتنه وکړه.

د افغانستان بانک لومړى مرستيال خان افضل هډه وال په نننۍ خبري ناسته کې وويل، چې له هېواد څخه د اسعارو د وتلو په بدل کې بايد توکي افغانستان ته راشي خو که د توکو د لېږد اسناد جعلي وي نو د پيسو لېږدوونکى مسوول دى.

د قانون له مخې هر څوک کولى شي له افغانستان څخه د وتلو پر مهال يواځې تر ٢٠ زره امريکايي ډالرو  نغدې پيسې له ځان سره ولېږدوي.

هډه وال وويل، چې د افغانستان بانک په بازار کې د مداخلې ټول امکانات لري، چې د اړتيا په صورت کې به ترې ګټه واخلي، ترڅو د افغانيو ارزښت په ټاکلي معيار وساتي.

ده وويل، چې د افغانۍ د ارزښت د ثبات لپاره به د افغانستان بانک له هرې لارې ګټه واخلي او په هېڅ صورت به يې په اوسني حالت پرې نه ږدي.

 هډه وال وايي، چې تر دې مهاله د افغانستان بانک پرې اېښى چې د افغانۍ ارزښت په بازار کې د اړتياوو له مخې و ټاکل شي، خو که څوک د خپلو شخصي ګټو لپاره د اسعارو ارزښت وټاکي نو بانک به ورسره قانوني چلند وکړي.

ده زياته کړه: ((هر څوک چې د خپلو مفاداتو لپاره  مصنوعي لاره جوړوي چې د افغانيو په نرخ کې تغيير راولي، موږ ورسره قانوني معامله کوو اما په هېڅ صورت يې په دغه قيمت باندې نه پرېږدو. موږ کافي ذخاير لرو، کافي منابع لرو، هر وخت مداخله کولى شو، ضرور نه ده چې موږ يې مخکې له مخکې ووايو.))

افغانستان بانک د افغانۍ د ارزښت ساتلو په موخه هره اوونۍ له بازار څخه د ډالرو په بدل کې افغانۍ رانيسي.

د افغانستان بانک مشر دلاوري د نورو جزئياتو له ورکولو پرته وويل، چې که اړتيا وليدل شي، بازار ته به د افغانۍ په بدل کې د ډالرو د وړاندې کولو کچه درې برابره کړي.

ده يادونه وکړه، چې د افغانستان بانک د اسعارو د احتکار د مخنيوي لپاره د اسعارو په ليلام کې هم بدلون راوستى او تر دې وروسته به په علني ډول اسعار ليلام شي.

دى وايي، چې بانک به په يوه اوونۍ کې يو ځل اسعار ليلاموي او د ليلام ګټونکي صرافان به خپلې پيسې د ٤٨ ساعتونو په موده کې په نغدي ډول له بانک څخه وباسي، چې پخوا تر دې يې يوه اوونۍ وخت درلود.

دلاوري وويل، چې د افغانستان بانک د افغانۍ د ارزښت د ساتلو لپاره د بازار څارنه کوي او د هېواد اقتصادي پرمختګ او بودجې په اړه د ماليې وزارت معلوماتو ته په کتو، په بازار کې د افغانيو د شتون کچه ټاکي.

د صرافانو د ټولنې غړي محمد طاهر قيومي د نننۍ خبري ناستې په پاى کې وويل، چې د بانک ناسمې تګلارې د دې لامل شوې چې د بهرنيو اسعارو پر وړاندې د افغانۍ بيه را ولوېږي.

د ده په وينا، د بانک چارواکي غواړي چې ځان ته اسانتياوې رامنځته کړي او وايي، چې صرافان بايد  بايد ليلام شوي اسعارو د ٤٨ ساعتونو پر ځاى په يو څه اوږده موده کې له بانک څخه وباسي.

خو د بانک چارواکي وايي، چې  د دې مودې اوږدېدل، د ځينو ناقانونه معاملو لامل کېږي؛ ځکه چې کېداى شي صرافان د مودې د اوږدېدو په صورت کې له بانک څخه د پيسو تر ايستو مخکې اسعار معامله کړي.

دلاوري په نننۍ ناسته کې همداراز وويل چې تر راتلونکيو درې اونيو به په دوبۍ د کابل بانک جايدادونه د متحده عربي اماراتو د ملکيتونو د يوې ادارې لخوا ليلام شي.

تېره اونۍ ولسمشرحامد کرزي ويلي وو چې په هېواد او بهر کې د کابل بانک جايدانونه خرڅ شي.
دلاوري وويل چې په دوبۍ کې د جايدانونو د خرڅولو په موخه يو پلاوى په دوبۍ کې دى چې د يوه قراداد له مخې په دوبۍ کې د کابل بانک ملکيتونه ورته وسپاري.
 د افغانستان بانک مشر همداراز يادونه وکړه چې په افغانستان کې به د کابل بانک ملکيتونه هم په نږدې راتلونکې کې ليلام شي.
 هغه همداراز وويل چې د نوي کابل بانک د خصوصي کولو چارې هم روانې دي.

کابل بانک په ١٣٨٩ کال کې د ناقانونه پورونو او ځينو نورو مالي ستونزو له امله ديوالي شو.

دا بانک وروسته په دوو برخو وويشل شو چې يوه برخه يې د ماليې وزارت اړوند شوه چې د نوي کابل په نوم فعاليت کوي او بله برخه يې لا هم تر څېړنې لاندې ده.

د افغانستان بانک د چارواکيو د معلوماتو له مخې له کابل بانک څخه شاوخوا ٨٥٠ ميليون امريکايي ډالر په ناقانونه توګه پور اخيستل شوى دى.

تر دې وړاندې د ولسمشرۍ ماڼۍ چارواکيو ويلي وو چې په کور دننه او بهر کې د کابل بانک د ټولو جايدادونو ارزښت ١٨٥ مليون ډالره کېږي..

همداراز زياتوي چې د کابل بانک ۵۲۹ ميليونه ډالر ورکړل شوى پور اوس هم د اختلاف وړ دى چې څوک يې مسووليت نه مني..

 

 

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.