ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

حقجو: منفي تبليغات په افغانستان کې پانګونه زيانمنوي

حقجو: منفي تبليغات په افغانستان کې پانګونه زيانمنوي

author avatar
14 Nov 2012 - 16:54
حقجو: منفي تبليغات په افغانستان کې پانګونه زيانمنوي
author avatar
14 Nov 2012 - 16:54

کابل (پژواک ٢٤ لړم ٩١): د سوداګرۍ او صنايعو خونه له هېواد څخه د پانګې د وتو د مخنيوي، د بهرنيو پانګو د جلبولو او د پانګونې د فرصتونو په اړه سوداګرو او پانګوالو ته معلومات ورکوي.

د دې خونې چارواکي وايي، ٢٠١٤ کال د پانګونې او له هېواد څخه د پانګې د وتلو لپاره ننګوونکى کال ګڼل کېږي، چې دولت يې بايد د مخنيوي لپاره يو لړ جدي ګامونه پورته کړي.

د سوداګرۍ او صنايعو خونې نن په کابل کې يوه ناسته جوړه کړې وه، چې په کې د دولت ځينو لوړپوړو چارواکو، د خصوصي سکټور، مدني ټولنې او مرسته کوونکو بنسټونو استازو او د پوهنتون استادانو برخه لرله.

 له همدې ناستې په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، د بېلابېلو بنسټونو له خوا منفي تبليغات کېږي چې په افغانستان کې پانګونه او دغه هېواد ته د پانګې جلبول زيانمنوي.

سرچينه کاږي، چې که څه هم په افغانستان کې د سوداګرۍ په برخه کې ستونزې ډېرې دي، خو په رسنيو کې خپاره شوي راپورونه په افغانستان کې د پانګونې له شته فرصتونو سره مطابقت نه لري.

ځيني داسې راپورونه خپاره شوي، چې په ٢٠١٤ کال کې له افغانستان څخه د بهرنيو ځواکونو په وتو سره به د هېواد اقتصادي وضعيت خراب شي، خو افغان حکومتي چارواکو دغه څرګندونې رد کړې دي.

د سوداګرۍ خونې د عامل پلاوي رييس قربان حقجو په نننۍ ناسته کې وويل، د دې خونې چارواکي هڅه کوي، چې د پانګونې په برخه کې شته ستونزې او ننګونې دولت ته ور په ګوته کړي، ترڅو يې د حل لارې پيدا کړي.

دى وايي، چې د ٢٠١٤ کال په را نږدې کېدو سره له هېواد څخه پانګه د وتو په حال کې ده، چې دا د هېواد اقتصاد ته په زيان او د بېکارۍ لامل کېږي.

د حقجو په خبره، د افغانستان اقتصاد اوسمهال تر ډېره پر بهرنيو مرستو ولاړ دى او دولت ته په کار ده چې له هېواد څخه د پانګې د وتلو د مخنيوي او پر ځان د بسيا اقتصاد لپاره سر له اوسه يو لړ جدي ګامونه واخلي.

دى وايي، چې دولت بايد په جدي توګه د فساد پر ضد مبازره وکړي، د نشه يي توکو د توليد او قاچاق مخه ونيسي او د صنعت کارانو پر وړاندې شته موانع لري کړي.

حقجو له دولت څخه غواړي، چې په اقتصادي پاليسيو کې اصلاحات او د پانګونې په برخه کې شته قوانين ساده کړي.

ده همداراز غوښتنه وکړه، چې په هېواد کې ازاد سوداګريز زونونه او پارکونه جوړ کړي چې توکي په کې له ټکس او ماليې پرته تر پروسس وروسته بهر ته صادر شي.

دى وايي، چې که دولت له صنعتي سکټور څخه د بهرنيو توليداتو پر وړاندې ملاتړ وکړي، نو دغه کار به وکولى شي د هېواد صنعتي سکټور په خپلو پښو ودروي او د بهرنيو توليداتو پر وړاندې به رقابت وکولى شي.

ده همداراز له دولت څخه وغوښتل، چې د صادراتو، مسکن، صنايعو او کرنې لپاره بېلابېل بانکونه رامنځته کړي، ترڅو په دغو سکټورونو کې پانګوالو او سوداګرو ته د پور ورکولو له لارې په هېواد کې د کار زمينه برابره شي.

د حقجو د معلوماتو له مخې، د کابل بانک تر دېوالي کېدو وروسته په خصوصي بانکونو کې د خلکو ٦٥ سلنه پانګه پر ځاى پرته ده او څوک د پور ورکولو او اخيستلو ته زړه نه ښه کوي.

دى وايي، چې دغه کار د اقتصادي پرمختګ مخه نيولې ده.

دا په داسې حال کې ده، چې د پيسو نړيوال صندوق څو ورځې وړاندې په خپل يوه راپور کې ويلي وو، چې د افغانستان اقتصادي وده سږ کال ١١ سلنه وه.

حقجو په دې اړه د يوې پوښتنې په ځواب کې وويل، چې د کانونو په سکټور کې پانګونه، په توکيو او شيکاګو کنفرانسونو کې له افغانستان سره د نړيوالې ټولنې مرسته او ملاتړ، پانګوال او خلک يو څه ډاډمن کړي دي.

 ده وويل، چې په روان کال کې همداراز له ايران او پاکستان سره هم د ترانزيټ په برخه کې تر ډېره ستونزې لرې شوې چې دا په خپله د سوداګرۍ د غوړېدا او د اقتصادي پرمختګ لامل شوى دى.

د اقتصاد وزير عبدالهادي ارغنديوال په نننۍ غونډه کې وويل، چې د هېواد نوې اقتصادي پاليسي د جوړېدو په حال کې ده.

ده د نورو جزئياتو له ورکولو پرته وويل، چې په دې نوې تګلاره کې خصوصي سکټور ته ډېرې اسانتياوې په پام کې نيول شوې دي.

ارغنديوال وويل، چې د اقتصاد وزارت د خصوصي سکټور د پياوړتيا لپاره هر ډول همکاري کوي.

د سوداګرۍ د خونې چارواکي وايي، په پام کې ده چې له هېواد څخه د پانګې د وتو د مخنيوي او بهرنيو پانګو د جلبولو لپاره، د پانګونې د فرصتونو په اړه په راتلونکي کې هم ورته ناستې جوړې کړي.

Views: 0

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.