محمودراقي (پژواک ٢٤ لړم ٩١): د کاپيسا د ولايتي شورا رييس، پر سړک د ځاى پر ځاى شوي ماين له چاودنې روغ ووت او پوليسو په دې چاودنه کې د لاس لرلو په شک ٧ تنه ونيول.
د کاپيسا د ولايتي شورا رييس حسين خان نن پژواک خبري اژانس ته وويل، چې ياده چاودنه تېره ورځ مازيګر مهال د دغه ولايت د کوهستان ولسوالۍ په ملاخليل کلي کې رامنځته شوه.
هغه وويل، چې دى له خپلو دوو ساتونکو سره په شخصي پيک اپ موټر کې د ولايت له مرکز محمودراقي څخه د ملاخليل په کلي کې خپل کور ته پر لاره و، چې تر يوه پلچک لاندې ځاى پرځاى شوى ماين په وچاودېد.
حسين خان وايي، چې د ريموټ کنټرول په وسيله دغې چاودنې د ده په ګډون چا ته زيان نه دى اړولى.
ده وويل، چې دغه ډول کړنې د هېواد د دښمنانو کار دى.
د کوهستان د لومړۍ حصې ولسوال عبدالفتاح شفيق وايي، چې پوليسو له تېرې ورځې تر نن سهاره د ماين د دې چاودنې په تړاو د ملاخليل د کلي ٧ اوسېدونکي نيولي دي.
هغه وويل، چې نيول شوي کسان تر پوښتنو لاندې دي.
د شفيق د معلوماتې له مخې، په روان کال کې په ياده سيمه کې د امنيتي ځواکونو پر کاروانونو درې چاودنې شوي، خو مرګ ژوبله يې نه ده اړولې.
دغه راز دى وايي، چې په روان کال کې په دې سيمه کې پوليسو دوه پر سړک ځاى پر ځاى شوي ماينونه کشف او خنثى کړي هم دي.
د يادې چاودنې مسووليت تر اوسه چا پر غاړه نه دى اخيستى.