Language

ملي امنيت: د طالبانو يو مشهور قوماندان په کوېټه کې وژل شوى

غزني (کابل ٢٤ لړم ٩١): د غزني د ملي امنيت چارواکي وايي، چې د پاکستان په کوېټه ښار کې د وسلوالو طالبانو مشهور قوماندان شهېدخېل وژل شوى دى.

د غزني د ملي امنيت مشر سيداميرشاه سادات پژواک خبري اژانس ته وويل، چې د غزني د اندړو ولسوالۍ د سيندې د کلي اوسېدونکى مولوي شهيد خېل، پرون ماښام په کوېټه کې د دوو موټرسايکلو سپرو پاکستانيو طالبانو له لوري وژل شوى دى.

ده زياته کړه، چې د شهيدخېل مړى تراوسه پورې د کوېټې په يوه روغتون کې دى.

شهيد خېل د طالبانو د واکمنۍ پرمهال د پوهنې وزارت مرستيال او د ميدان وردګو ولايت د چک ولسوال دنده هم درلوده.

نوموړى څو کاله مخکې د دولت له لوري نيول شوى و، خو د يوې تبادلې له لارې بېرته خوشې شو.

وسلوالو طالبانو په دې اړه تراوسه څه نه دي ويلي.

نږدې دوه مياشتې مخکې هم، د ملي امنيت لوى رياست په پاکستان کې د خپلو ملګرو له لوري د مولوي شهيدخېل د وژلو خبر ورکړى و.

Related Topics