Language

په پنجشېر کې يوه کس د يوې کورنۍ دوه تنه ووژل

پاراخ (پژواک ٢٤ لړم ٩١): د پنجشېر د دويمې حصې ولسوالۍ د تندخو په سيمه کې يوه کس د يوې کورنۍ دوه تنه ووژل او يو يې ټپي کړ.

دا څرګندونې د پنجشېر د دويمې حصې ولسوالۍ ولسوال محمدسحراب نن پژواک خبري اژانس ته وکړې.

ده وويل، چې د تندخو سيمې يوه نجلۍ شاوخوا ٩ کاله مخکې د همدې سيمې يوه اوسېدونکي شاه رمضان ته کوژده شوې وه.

هغه وايي، له دې امله چې په تېرو نهو کلونو کې دغه نجلۍ د خسرګنۍ له خوا واده نه شوه، د نجلۍ کورنۍ شکايت وکړ او محکمې دغه کوژده فسخه کړه.

د ده د معلوماتو له مخې، شاوخوا لس ورځې مخکې ياده نجلۍ له کوره وتښتېده او د همدې سيمې له يو بل اوسېدونکي محمدالدين سره يې واده وکړ.

ولسوال وويل، چې شاه رمضان نن سهار محمدالدين او د هغه پلار غلام حيدر د دوى په خپل کور کې د ټي ټي تومانچې پر ډزو وژلي دي.

دى وايي، چې شاه رمضان د محمدالدين وراره عظيم الله هم ټپي کړى دى.

د تندخو سيمې اوسېدونکي نعمت الله هم د ولسوال څرګندونې تاييد کړې.

هغه وايي، چې شاه رمضان د اقتصادي ستونزو له امله له کوژدې وروسته نهه کاله ياده نجلۍ واده نه شوه کړاى.

په پنجشېر کې له ولور سره د واده ټول لګښتونه شاوخوا ٥٠٠ زره افغانيو ته رسيږي.

شاوخوا درې مياشتې مخکې، د دې ولسوالۍ په مرکز مليمه سيمه کې د دوو قومونو تر منځ په شخړه کې يو تن ووژل شو او درې نور ټپيان شول.

Related Topics