اسعداباد (پژواک ٢٤ لړم ٩١): په کونړ ولايت کې د بېلابېلو امنيتي او ترافيکي پېښو له امله ٨ تنه وژل شوي او ٢٣ نور ټپيان دي.
ځايي چارواکي وايي، چې په غازي اباد ولسوالۍ کې د ملي اردو او وسلوالو مخالفينو ترمنځ په نښته کې دواړو لورو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د والي وياند واصف الله واصفي د لړم په ٢٤مه پژواک خبري اژانس ته وويل، چې تېره شپه د ولسوالۍ د جلال په سيمه کې د رامنځته شوې نښتې له امله د ملي اردو يو سرتېرى وژل شوى او بل ټپي دى.
د هغه په وينا، دغه راز په دې نښته کې شپږ وسلوال مخالفين هم وژل شوي دي.
طالب وياند ذبيح الله مجاهد بيا دعوه کوي چې په دغه بريد کې يې د ملي اردو درې سرتېري وژلي او څلور نور ټپي شوي دي.
د يو بل خبر له مخې، نن له غرمې وروسته د سرکاڼو ولسوالۍ د ټانګو په سيمه کې د سيمه ييزو پوليسو پر يوې پلې ګزمې چاودنه شوې ده.
د والي وياند واصفي وايي، چې په دې چاودنه کې څلور سيمه ييز پوليس ټپي شوي او د اسعداباد ملکي روغتون ته وړل شوي دي.
د ملکي روغتون يوې سرچينې پژواک ته وويل، چې په ټپيانو کې د دوو روغتيايي حالت ښه نه دى.
بلخوا په کونړ ولايت کې د دوو ترافيکي پېښو له امله ٢٢ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د کونړ د ترافيکو مدير سمونمل محمدزمان پژواک ته وويل، چې تېره شپه د کونړ-جلال اباد پر لويه لار د څوکۍ ولسوالۍ په مربوطاتو کې د ميرسيډيز موټر او تراکتور ترمنځ د ټکر له امله يو تن وژل شوى او څو نور ټپيان دي.
هغه زياته کړه، چې په نرنګ ولسوالۍ کې هم يوې ترافيکي پېښې څوتنو ته مرګ ژوبله اړولې ده، خو کره شمېره ورته نه وه معلومه.
نوموړى د دغو پېښو لامل د چلوونکو بې احتياطي په ګوته کوي او په وينا يې، د همدوى د بې احتياطۍ له امله په تېرو شپږو مياشتو کې په کونړ کې شاوخوا ۲۹۰ کسان يوازې په ترافيکي پېښو کې ټپيان شوي دي.
د اسعداباد د مرکزي روغتون رييس ډاکتر فاروق سهاک وايي، چې تېره شپه ورته له دوو ترافيکو پېښو، يو مړى او ٢١ نور ټپيان ور وړل شوي، خو وايي چې د ټپيانو روغتيايي حالت ښه دى.