کابل ( پژواک ٢٥ لړم ٩١ ) : د عبدالهادي ارغنديوال په مشرۍ د حزب اسلامي ډله وايي، چې دوى به په راتلونکيو ټولټاکنو کې بې تفاوته پاتې نه شي او په دې اړه به له ولس سره مشورې وکړي.
د پکتيا د والي وياند روح الله سمون ، چې په دې غونډه کې يې برخه اخيستې وه، د لړم په ٢٥مه، پژواک خبري اژانس ته وويل، چې په غونډه کې د اقتصاد وزير عبدالهادي ارغنديوال، د پکتيا والي جمعه خان همدرد او د پوهنې د وزير ډاکټر فاروق وردګ په ګډون يو شمېر مرکزي او ولايتي مسوولينو برخه اخيستې وه.
دغه راز په دې غونډه کې د سولې د عالي شورا مرستيال مولوي عطاء الله لودين ، سناتور استاد عبدالشکور ، انجنير محمد خان، عبدالجبار شلګري او حميد الله توخي هم ګډون درلود.
سمون وويل ، چې په دې غونډه کې دغه راز يو شمېر واليانو، د ولسی جرګې وکيلانو ، د مشرانو جرګې استازو ، د حزب اسلامي اجراييه شورا غړو او د حزب اسلامی و لايتي استازو ګډون کړى وو.
سمون وايي ،چې د غونډې ګډونوالو د افغانستان په روانو سياسي حالاتو خبرې وکړې او د هېواد راتلونکي ته په پام سره يې اړوند نظريات له يو بل سره شريک کړل .
نوموړي زياته کړه ، چې په دې غونډه کې د راتلونکو ولسمشريزو ټاکنو بحث وشو او پرېکړه وشوه، چې حزب اسلامي به په دې ټاکنو کې بې تفاوته نه پاتې کېږي.
د هغه په وينا، په غونډه کې پرېکړه وشوه، چې دوی به ولايتونو ته ځي او له ولس سره به د راتلونکو ټاکنو په اړه سلا مشورې وکړي.
سمون وويل ، چې حزب اسلامي يو له هغه ګوندونو څخه دی، چې په هېواد کی دننه او بهر له خورا قوي نفوذ څخه برخمن دی .
ددې پوښتنې په ځواب کې ، چې راتلونکو ولسمشريزو ټاکنو کې به دوى کانديد ودروي، هغه زياته کړه ، چې له مشورو وروسته به په راتلونکې غونډه کې په دې اړه پرېکړه وشي.
Views: 0
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن