فيض اباد ( پژواک ٢٦لړم٩١) : دبدخشان په وردوج ولسوالۍ کې د امنيتي ځواکونو او وسلوالو طالبانو ترمنځ نښته شوې او دواړه لوري يو بل ته د مرګ ژوبلى د اړولو دعوه کوي .
د بدخشان د امنيه قوماندانۍ سرپرست سخي داد حيدري د لړم په٢٦ مه پژواک خبري اژانس ته وويل ، چې تېر مازيګر وسلوالو طالبانو د وردوج ولسوالۍ پر يوې پوستې بريد وکړ ، چې د پوليسو له مقاومت سره مخ شول او بريد په شا وتمبول شو .
هغه زياته کړه ، چې د افغان ځواکونو په ځوابي بريد کې وسلوالو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې، خو کره شمېره يې نه ده معلومه .
حيدري زياته کړه ، چې په ياد شوي بريد کې يواځې دوه پوليس ټپيان شوي دي .
خو د وسلوالو طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد بيا وايي ، چې په ياده شوې نښته کې شپږ طالبان ټپيان شوي دي .
هغه ادعا وکړه ، چې طالبانو د وردوج ولسوالۍ د عامه نظم پوسته نيولې وه ، چې په ترڅ کې يې ٩ پوليس وژل شوي او پنځه نور ټپيان شوي دي .
د مجاهد په وينا، طالبانو د ياد بريد پرمهال يوه پيکا ، يو ار پى جي راکټ ، اووه ميله سپکه وسله او زياته اندازه مهمات هم ترلاسه کړي دي .
د يادونې ده ، چې پنځه مياشتې مخکې په وردوج کې د افغان ځواکونو او وسلوالو طالبانو ترمنځ په نښته کې اته پوليس او شپږ طالبان وژل شوي وو او دوه پوليس او يوولس طالبان ټپيان شوي وو.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP