Language

د واده پر موټر د ماین په چاودنه کې ۱۷ عام وګړي ووژل شول

هرات ښار ( پژواک ۲۶ لړم ۹۱ ) : په فراه ولایت کې  د واده پر یوه موټر د ماین په یوه چاودنه کې د ښځو او ماشومانو په ګډون ۱۷ تنه ووژل شول.

د فراه والي محمد اکرم خپلواک ددې خبر د تایید ترڅنګ د لړم په ۲۶مه، پژواک خبري اژانس ته وویل چې دا پيښه نن له غرمې وروسته د نږدې دریو بجو په شاوخوا کې رامنځته شوې ده.

هغه زیاته کړه چې په پشت رود ولسوالۍ کې د واده پر یوه موټر چاودنه شوې ده، چې له امله یې د ښځو او ماشومانو په ګډون ۱۷ تنه وژل شوي دي.

د فراه د والي ویاند عبدالرحمن ژوندي پژواک اژانس ته وویل چې چاودنه د پشت رود ولسوالۍ د هغو اوسیدونکو د واده پر موټر شوې، چې له خاک سفید ولسوالۍ څخه یې ورا راوړه.

د نوموړي په وینا، په دې چاودنه کې پر یو فلاینګ کوچ ډوله موټر شوې، ۹ نورټپي شوي هم دي.

دی وایي چې سیمه ډیره لرې ده ، کیدای شي د مرګ ژوبله شمیره له دې هم زیاته وي.

د والي ویاند وایي چې سیمې د مړو او ټپیانو دلیږدولو په موخه یو پلاوی استول شوی دي.

ژوندي ددې پيښې پړه وسلوالو طالبانو واچوله، خو هغوی  تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

د غلام رسول په نامه د سیمې یوه اوسیدونکي پژواک اژانس ته وویل چې چاودنه ډیره زوروره وه، او موټر یې په پبشپړه توګه له منځه وړی دی.

د هغه په وینا، په یاد موټر کې د ښځو او ماشومانو په ګډون ۳۰ کسان سپاره وو، او د  وژل شویو کسانو شمیره له ۲۰ څخه زیاته ده.

د فراه د ملکي روغتون رییس ډاکټر عبدالجبار شایق پژواک اژانس ته وویل چې روغتون ته لس ټپیان او دوه مړي راوړل شوي دي.

دی وایي چې د یو شمیر ټپیانو چې پکې ښځې او ماشومان هم شامل دي، روغتیایي حالت ښه نه دی.

دیادونې وړ ده چې په دې وروستیو کې د ماین چاودنو له امله د ملکي تلفاتو د مرګ ژوبلې کچه لوړه شوې ده.

تیره میاشت په بلخ ولایت کې هم د واده پر یوه موټر د چاودنې له امله لسګونو عامو وګړیو ته مرګ ژوبله اوښتې وه.

دغه راز د تیرو دریو اوونیو راهیسې  په کندهار او هلمند ولایتونو کې هم لسګونه عام وګړی د ماین چاودنو له امله مړه او ټپیان شوي دي.