Language

د دولت د اتو وسلوالو مخالفينو د وژلو ادعا وشوه

جلال اباد (پژواک ٢٧ لړم ٩١): افغان او ايساف ګډو ځواکونو په لغمان ولايت کې له مخالفينو سره په نښته کې د اتو وسلوالو د وژلو خبر ورکړ.

د لغمان د والي وياند سرحدي ځواک د لړم په ٢٧مه پژواک خبري اژانس ته وويل، چې دا نښته تېره ورځ د لغمان د مرکز اړوند د ابوزيو د پله په سيمه کې رامنځته شوه.

هغه زياته کړه، چې په ياده سيمه کې افغان ملي پوليسو، د پوليسو ځانګړې قطعې، د ملي امنيت د چټک غبرګون قطعې او د ملي اردو سرتېرو له مخالفينو سره څلور ساعته جګړه کړې ده.

نوموړى وايي، چې د دې نښتې په پايله کې اته وسلوالو وژل شوي او ګڼ شمېر نور ټپيان دي.

ځواک وويل، په دې نښته کې دوه پوليس هم ټپي شوي دي.

د لغمان امنيه قوماندان مل پاسوال فضل احمد شېرزاد وايي، دوى غوښتل چې د مرکز په ځينو اړوند سيمو کې د سيمه ييزو پوليسو د ځاى پر ځاى کېدو لپاره مناسب ځايونه وټاکي، چې د ابوزيو په سيمه کې پرې د وسلوالو له خوا بريد وشو.

شېرزاد زياتوي، يو تن شکمن، چې انګېرل کېږي پر افغان ځواکونو يې ډزې کولې او د يو طالب قوماندان، الماس پلار دى، نيول شوى دى.

د دې پېښې په اړه تر اوسه هېڅ وسلوالې ډلې رسنيو ته څه نه دي ويلي.