جلال اباد (پژواک ٢٧ لړم ٩١): د ننګرهار يو شمېر کروندګر وايي، چې په خپلو کروندو کې يې د زعفرانو کښت ښه نتيجه ورکړې او زياتوي چې د دوى لپاره دا د کوکنارو ښه بديل کېداى شي.
د دغه ولايت ځايي چارواکي هم وايي، چې له تېر کال راهيسې يې په ١٤ ولسواليو کې په ازمايښتي ډول زعفران کرل شوي او ښه پايله يې ورکړې ده.
د شېرزادو ولسوالۍ يو کروندګر پاڅون وايي، چې د تېر لمريز کال د کب په مياشت کې يې په خپلو ځمکو کې زعفران کرلي چې د کوکنارو په پرتله يې حاصل ښه شوى دى.
هغه پژواک اژانس ته وويل: ((زعفران په نړيوالو بازارونو کې په ډېره لوړه بيه پلورل کېږي او کروندګرو ته يې د حاصل ګټه نسبت نورو حاصلاتو ته ډېره ده.))
نوموړى زياتوي، چې د دوى په سيمه کې يو شمېر کروندګرو خپلې ځمکې د کوکنارو کرلو ته برابرې کړې، خو ده چې تېر کال د زعفرانو له کښت څخه ښه ګټه ترلاسه کړې، نور به کوکنار ونه کري.
د سره رود ولسوالۍ يو کروندګر ګلاجان وايي، چې زعفران تر کوکنارو په څو چنده ښه دي؛ ځکه له يوې خوا يې بيه لوړه ده او بلخوا حرام بوټى هم نه دى.
دى وايي: ((کوکنار خو ډېر زيات تکليف لري، خو زعفران چې دې يو ځل وکرل د پنځو کلونو لپاره هغه بوټي کفايت کوي، بس په کال کې يې يو ځل خېشاوه حتمي ده.))
د نوموړي په وينا، په يو جريب ځمکه کې کرل شوي کوکنار شاوخوا نيم من (درې نيم کيلوګرامه) اپين حاصل ورکوي، چې تر ٢٠زره افغانيو يې بيه کېږي.
هغه وايي، که چېرې پر يو جريب ځمکه زعفران وکرل شي، نيم کيلو زغفران، چې شاوخوا ٦٠زره افغانۍ يې بيه ده، ترې لاس راځي.
د سره رود اوسېدونکي محمدياسين پژواک ته وويل، ده پر يو جريب ځمکه زعفران کرلي وو او په لومړي ځل يې ترې شل ګرامه زعفران حاصل ترلاسه کړل.
د هغه په وينا، د يو کيلو زعفرانو بيه ٠٠ ٢٢ ډالره يا له دې هم پورته ده؛ ځکه دوى پرېکړه کړې چې له دې وروسته به کوکنار نه کري.
نوموړى وايي، چې سږ کال يې دوه جريبه ځمکه د ښځينه وو لپاره ځانګړې کړې، څو زعفران پرې وکري.
د کرنيزو چارو پوه انجينر ثناالله وايي، پخوانۍ هغه اندېښنه، چې ګواکې د هېواد په ختيځ کې به زعفران مارکېټ ولرې او کنه، اوس له منځه تللې ده.
هغه پژواک اژانس ته وويل، چې په ننګرهار کې د زعفرانو لپاره ډېر ښه چاپېريال برابر دى، د کوکنارو غوره بديل او کرنيزه طلا هم بلل کېږي.
د ننګرهار د کرنې رياست مطبوعاتي مسوول نجيب الله امين پژواک اژانس ته وويل، چې په ننګرهار کې د زعفرانو کښت ډېره ښه پايله ورکړې ده.
هغه زياته کړه: ((که له يوې خوا د ننګرهار اوبه او هوا مساعده ده نو له بل پلوه دهقانان هم ښه په شوق او ذوق سره د زعفرانو کرونده کوي.))
د نوموړي په وينا، د ننګرهار په څوارلسو ولسواليو کې زعفران کرل شوي او دوى هڅه کوي چې راتلونکي ته په نورو ولسواليو کې هم پراختيا ورکړي.
ده زياته کړه: ((بزګرو ته په دې برخه کې ترينينګونه ورکړل شوي او په پراخه کچه مرستې هم ورسره شوې، تخمونه هم ورکړل شوي دي.))
امين وړاندې وايي، د کرنې رياست په پام کې لري، چې په راتلونکي کې په ننګرهار کې د زعفرانو لس نورې نمايشي قطعې جوړې کړي.
د هغه په وينا، دوى د زعفرانو لپاره د بازار موندنې په هڅه کې دي او څو ځلې يې د دې لپاره سوداګر هم را غوښتي دي.
د يادونې ده، زعفران په لومړي ځل په هند کې کرل شوي، خو کله چې افغان مهاجرين ايران ته ولاړل، هلته د زعفرانو له کښت سره اشنا شول او وروسته په لومړي ځل څو کاله مخکې د هرات ولايت په غوريان ولسوالۍ کې وکرل شول چې د ښه حاصل په پايله کې يې په نورو ولايتونو کې هم رواج وموند.